افغانستان

لوګر کې ۱۲ تنه د بهرنیو اسعارو د استعمال په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي په لوګر ولایت کې د بهرنیو اسعارو د استعمال په تور د ۱۲ تنو د نیولو خبر ورکوي.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمدالله انس نن د جمعې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې نیول شوو کسانو په خپلو سوداګریزو معاملو کې له بهرنیو اسعارو څخه استفاده کوله.

نوموړی زیاتوي، د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم له مخې سوداګر او هټۍ وال باید خپلې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو کوي، کنه د ناغیړۍ په صورت کې به سرغړوونکو ته قانوني جزاء ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د اسلامي امارت مسئولینو د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه په ټول هېواد کې له افغانۍ پرته په نورو اسعارو راکړه ورکړه بنده اعلان کړې ده.

په لوګر کې یو شمېر ځايي سرچینو بیا خبر ورکړی، چې نیول شوي دولس واړه کسان همدا نن د جمعې په ورځ د ضمانت له اخیستلو وروسته خوشې شوې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څوک به له خارجه راځی، څوک هم له پاکستان څخه بیا هغوی خپلی پیسې پر افغانیو تبدیلوی بس بیول کیږی به چی دا کار منطقی او درست ندی. داسی کسان په کندهار او هلمند کی زیاد دی چی نیول یی هم مشکله دی لکه د وسلو قاچاقبران چی درسه یی درک نشته چی څوک دی. په لوګر کی خو زه هم کسان نیولی شم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx