افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی اسلام آباد ته ورسېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه اسلام آباد ته رسېدلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې ښاغلی متقي او ورسره پلاوی نن د شنبې په سهار پاکستان ته روان شوی ؤ، چې لږه شېبه وړاندې اسلام آباد رسېدلی او هلته یې پاکستاني چارواکو هرکلی کړی دی.

د وثیق په خبره د افغان پلاوي هرکلي ته په پارلماني چارو کې د پاکستاني حکومت وزیر علي محمدخان او یو شمېر نور چارواکي د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.

تمه ده چې سبا د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناسته ترسره شي.

د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې دغې ناستې ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، برتانیې، چین، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو استازي هم بلل شوي دي.

افغان سیاستوال او د چارو شنونکي دغه ناسته د افغانستان لپاره دیره مهم بولي.

داچې پاکستان له یادې ناستې څخه څه غواړي په اړه یې پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې پاکستان له بډایو هېوادونو څخه غواړي ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي.

د اسلامي نهضت او یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی ددې ناستې د اهمیت په اړه وايي، ډیری اسلامي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې نه لري، چې له دې ناستې وروسته به اسلامي هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې بیرته راژوندۍ او په ټولیزه توګه به د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام پورته کړي.

تردې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي وو ترڅو د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه اونۍ کې د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې د اسلامي هېوادوو له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او قطر څخه د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنې ترڅنګ هغوی هڅولي ترڅو په دې سختو شرایطو کې د افغان مسلمان ولس ترڅنګ ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx