نظــر

په افغانستان کې باید ښوونه او روزنه تر سیاست لومړیتوب ولري

ليکوال: دکتور سلطان برکات

په دوحه انسټیټوټ کې دشخړو  او بشري مطالعاتو مرکز مشر

ژباړه: د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز -دوحه

د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ اختلاف د میلیونونو افغان ماشومانو زده کړه له ګواښ سره مخ کړې ده.

دې ورځو کې افغانستان له یو نازک حالت سره مخ دی، چې په داسې حالت کې د پوهنې/تعلیم نظام د سقوط د مخنیوي په خاطر نړیوالو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري. د پوهنې په برخه کې په تېرو ۲۰ کلونو کې پرمختګونه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د لاسته راوړنو یو غوره نښه (سمبول) دي، چې له ۹ میلیونو څخه ډېر ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي.

په هر صورت، د یونیسف بیان مطابق، اوس مهال له ۴ ميلیون څخه ډېر ماشومان له ښوونځي څخه بهر دي، چې نیمایي څخه زیاتې يې نجونې دي. هغه ګډوډ اقتصادي حالت او بشري ناورین چې هېواد یې ځپلی دی، داسې وړاندوینې کېږي چې په راتلونکي کال کې به دغه حالت لا نور هم خراب لور ته لاړ شي او د تېرو دوو لسیزو پرمختګونو به له مینځه تللو ګواښ سره مخ شي.
په هرات ولایت کې په سلګونو زره ښوونکو ته له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له طالبانو یې غوښتي چې معاشونه یې ورکړي.

دا په تېزۍ سره خرابیدونکی وضعیت په نړۍ کې د تعلیم ترټولو خراب بیړنی حالت رامینځته کوي.( یو ان ایچ سي آر)  [  UNHCR]خبرداری ورکړی چې نږدې 23 ملیونه خلک له خورا سختې لوږې، او ۹ نهه ملیونه د قحطۍ له خطر سره مخ دي. د افغانانو اقتصاد او د ژوندانه وسائل له ګواښ سره مخ کیدو حالت کې، به ممکن ډیری افغان کورنۍ دې ته اړ شي چې د زده کړې تعقیب پر ځای د خپل ژوند د بقا انتخاب غوره کړي.
دا یو حقیقت دی که چېرته مدرسې په افغانستان کې د ښوونځيو د اصلي بڼې په توګه بیا راپورته کیږي، نو لوی احتمال شته چې د زده کړې کچه او کیفیت به په چټکۍ سره راټیټ شي، او د افغان ماشومانو لا د مخه محروم نسل به د زده کړې د فرصتونو څخه نور هم پسې محروم شي.

د بحران د کمولو لپاره، تعلیم ته باید د سیاست په پرتله لومړیتوب ورکړل شي. د ښوونې او روزنې سپېڅلتوب یو کلک ساتل شوی ټولنیز ارزښت دی، چې له یوې خوا په اسلام کې په مرکزيت کې ځای لري. “د خپل رب په نوم ولولئ”، دا مفهوم د قرآن کریم لومړی آیت دی چې پر حضرت محمد (ص) نازل شوی دی.

پرته له شکه چې د زده کړې دغه ارزښت ساتل د طالبانو په واک کې راتللو وروسته، د دې ډلې مسؤلیت ګرځي چې وې ساتي. په هر صورت، د ننګونو لوړې کچې ته په کتو سره، دلته نړیوال ملاتړ ته په چټکۍ سره اړتیا ده. لاندې پیغامونه باید د افغانانو او نړیوالو برخه اخیستونکو/کار کوونکو لخوا په پام کې ونیول شي او د تعلیمي بحران د حل کولو لپاره باید په ګډه کار وکړي.

لومړی:
د نجونو د زده کړو لپاره د ښوونځیو د جوړښتونو د نیمګړتیا یا د جنسیت د جلا کولو په اړه د طالبانو له خوا ځینې عجیبه څرګندونې داسې انګیرل کیږي چې د دوی راتګ دا تعلیمي بحران رامنځته کړی دی. اوسني وضعیت ته په کتو سره ولاړې ننګونې چې ریښې یې ژورې جوړښت لري او له اوږدې مودې سره تړلې دي او د طالبانو له راتګه لا د مخه هم دغه ننګونې وې.

په دې سیستماتیک کمزورتیاوو کې ډیری عناصر لکه د مثال په توګه: د ټیټ تعلیمي کیفیت، زده کړو ته د نجونو لاسرسي کې کلتوري محدودیتونه، د افغان حکومت حکومتي ټیټ ظرفیت او پر مرستو تکیه او د روزل شویو ښوونکو لرې پرتو کلیوالو سیمو ته هڅول چې کډه شي، دغه ټول شامل دي.

دوهم:
پورتني شرایط هغه څه محدودوي چې په لنډ وخت کې د طالبانو څخه د معقولو لاسته راوړلو تمه وشي. ښوونځیو ته د نجونو بشپړ راستنېدل نه یوازې د نړیوالې ټولنې یوه ستره غوښتنه ده، بلکې یو نړیوال حق او د هېواد د پرمختګ اصلي ماشین دی. نړیواله ټولنه په حقه ده چې وېره لري طالبان به ممکن د ښځو او نجونو تعلیمي آزادي محدوده کړي، لکه څنګه چې یې د 1996 څخه تر 2001 پورې په افغانستان د واکمنۍ پرمهال کړې وه. مګر بیاهم طالبانو واک ته د بېرته راستنیدو وروسته، دا ډول ویره ننګولې او په ډیرو شمالي ولایاتو کې لکه کندز، بلخ او سرپل او نورو کې نجونو ته بېرته ښوونځيو ته د تللو اجازه ورکړي.

د افغانستان په شمال او جنوب کې د زده کړو دوه مختلف چلندونه د اندېښنې لامل شوي دي، ډیری کتونکي دا پوښتنه کوي چې ولې نجونې بیا په کندهار، هلمند او ګاونډیو ولایتونو کې منځنیو ښوونځیو ته نه شي تلی لکه څرنګه چې په شمالي ولایاتو کې غه بهیر روان دي.
نو دلته به غوره دا وي چې همدا کتونکي هغه پیچلي کلتوري مسلې په ګوته کړي چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د زده کړې لاسرسي او مساوات لپاره چاپیریال رامینځته کوي. د مثال په توګه، د طالبانو له واک څخه مخکې هم، په افغانستان کې د کلتوري بدلون لوړې کچې په جنوبي ولایتونو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د خوندي کولو او اجازه ورکولو لړ کې د حکومت هڅې خنډنۍ کړې وې. نو دا طبیعي ده چې د طالبانو حکومت به هم له دغو خنډونو سره مخ شي، مګر بیا هم د نجونو او هلکانو د تعلیم موضوع د غوره پايلو د یقیني کولو لپاره د خبرو اترو او پوهاوي چلولو امکان شته چې باید ترسره شي.

دریم:
چې تر ټولو مهمه ده، هغه دا چې د افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم په خپلو پښو په دومدار توګه ودریږي پراخو بهرنیو مرستو ته اړتیا ده چې ترسره شي. د افغانستان په عامه ښوونیز نظام کې شاوخوا(۲۲۰۰۰۰) دوه لکه شل زره ښوونکي شتون لري. سره ددې چې دا شمېره ډیره لویه کچه معاشونو ته اړتیا لري، مګر یباهم د پوهنې وزارت په افغانستان تر ډیره ددې معاشونو د حکومت د بودیجې څخه په ورکولو مسؤلیت لري. حقیقت دا دی چې افغان ښوونکي له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دا د ښوونیز بهیر د بیرته عادي کولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

مونږ وینو چې په افغانستان کې د بانکدارۍ ستونزې د پوهنې بودیجې بهرنۍ مرستې ډیر پیچلې کړې، نړیوالې بسپنه ورکوونکي او نادولتي موسسې کولی شي په مستقیم ډول د معاشونو لګښتونو پوښښ، د اکمالاتو تدارک او په غوره او خوندي تاسیساتو او زیربناوو کې د پانګونې له لارې د افغان ښوونځیو سره مرسته وکړي. یاد دې وي چې ښځینه کارکونکي د افغانستان د ښوونیز ځواک شاوخوا یو پر دریمه برخه جوړوي، د هغوی د معاشونو ملاتړ به د غربي بسپنه ورکوونکو لپاره یوه ډیره رغنده او مستقیمه لاره وي چې دلته اوس د نجونو د زده کړې په اړه پریکړې وکړي او دوی ته په دغه چاپيریال برابرولو کې رول ولوبوی، دا چاره به په دوی اتمام حجت وي چې بیا يې په اينده کې د نجونو د زده کړو اړوند تکرار نه کړي.

څلورم:
څلورم، په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پر کیفیت ټینګار د پوهنې د پراختیا په څېر مهم دی. د ښوونکو په وده کې لوی خنډ او د ښوونکو کمښت دواړه په چټکۍ سره د ښوونځي سیسټم ظرفیت لوړو ته اړتیا لري چې باید لوړ کړای شي، او په ټول هیواد کې د دندې پر مهال د روزنې نوی پلان پلی کړي. دا پروژه د ملګرو ملتونو لخوا د مخکښو سیمه ییزو سازمانونو په مرسته چې د تعلیمي پراختیا په برخه کې تخصص لري، لکه په دوحه کې چې (زده کړه د ټولو بنسټونو څخه پورته) مؤسسه ده دې لړ کې غوره ممد ګرځیدای شي.

داسې نښې نښانې شته چې طالبان د باکیفیته زده کړو په برخه کې رغنده ښکیلتیا ته چمتو دي او هغه وېره چې دوی به په بیړه، بې ترتیبه ​​او ایډیالوژیکي نصاب کې اصلاحات تعقیب کړي دا خبره بې اساسه ثابته شوې ده، د یوې نښې/دلیل په توګه موږ د طالبانو د استازو دا خبره یادولی شو چې دوی تصمیم لري د یونیسف لخوا د درسي کتابونو د رسولو پروګرام بیرته پیل او پخواني کتابونه چې د دوی لخوا چاپ شوي په ښوونځیو باندې وویشي.

په پای کې په افغانستان کې ښوونه او روزنه د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې په مستقیم ډول له بریدونو سره مخ شوې ده. د هوايي بریدونو، مرمیو او د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د کارولو په پایله کې ښوونکي او زده کوونکي ټپیان او یا وژل شوي او ښوونځي زیانمن شوي دي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۶ کال کې د بغلان ولایت په یوه سیمه کې ۱۲ ښوونځي نیول شوي او یا د پوځي موخو لپاره کارول شوي وه، همدا ډول په ۲۰۱۷ کال کې پر کندز د امریکا د هوايي برید له امله ښوونځي ویجاړ شوي دي.

په داسې حال کې چې موږ پوهیږو چې جګړو د افغانستان د پوهنې پر سیستم دومره اغیز کړی، چې موږ يې د تعداد په اړه کره او دقیق معلومات نه لرو چې د جنګونو په پایله کې به په دغه هیواد کې څومره ښوونځي زیانمن شوي وي. له همدې امله، مدني ټولنې او نادولتي سازمانونه او نړیوالې ادارې باید دې معلوماتو ته لاسرسی ومومي ترڅو د ننګونو اندازه او ارزونه وکړي او د زده کړې بیا پیلولو لپاره تعلیمي ستراتیژۍ رامینځته کړي.

ما په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له چارواکو، د پخواني حکومت له وزیرانو، د مرستندویه هېوادونو له دیپلوماتانو او د نادولتي موسسو له استازو سره وکتل ترڅو په افغانستان کې د پوهنې د سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړو. د بانکدارۍ یا عدلیې په څیر سکتورونو برخلاف چې له دغه ستکورونو څخه د اګست له میاشتې راهیسې د پام وړ شمیر مسلکي کسان له افغانستان څخه تښتیدلي، د پوهنې په سکتور کې ښوونکي په لویه کچه په هیواد کې پاتې دي.

طالبانو ښوونې او روزنې ته د بشپړ لاسرسي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ښکېلتیا لپاره لیوالتیا ښودلې او په ټولو کچو کې د ښځو او نجونو د شاملولو لپاره د پرمختګ د تایید او څارنې د هڅو هرکلی کوي. د[بشريت ته نزدې شی] تګلارې ته په کتو، ما په یوه وروستي نظر کې، استدلال وکړ چې پوهنه او روغتیا دوه داسې سکتورونه دي چې د لویدیځ مرستندویه ادارې کولی شي د طالبانو حکومت په رسمي پیژندلو نه پرته له طالبانو سره د اړیکو او همغږۍ چینلونه پرانیزي.

د تعلیمي همکاریو لپاره د غوره ننوتلو نقطه په افغانستان کې د تعلیمي کال د پیل له لارې کیدای شي. د ژمي په را رسېدو سره به د افغانستان په شمال او ختیځ کې ډیری ښوونځي د 2022 تر مارچ پورې وتړل شي. نو دغه مهالویش موږ ته دا فرصت را برابروي چې اوسمهال هغو ښوونځیو سره تعلیمي مرستې ترسره شي چې اوسمهال خلاص دي. دا ډول مرحله واره کړنلاره د افغانستان د پوهنې بحران د کمولو یوه ښه انتخاب دی چې کولی شو د ولایت، موقعیت او په سیمه يیزه کچه يې سم تحلیل وکړو او یو ستراتیژیک فکر ورته برابر کړو، په پای کې به دا تګلاره دغه ستونزې ته یو مثبت ځواب وړاندې کولو وړ وګرځي، چې تر ډیره به کم مصرفه وي.

د مرستندویه سازمانونو وروستی خبرداری چې ښايي سږني ژمي کې یو ملیون افغان ماشومان مړه شي، دا خبرداری په حقیقت کې دا موضوع لا نوره هم بیړنۍ کوي چې تعلیمي مرستې بشري ننګونو ته د ځواب ویلو تګلارې یوه مهمه برخه وګرځوي. نه دا چې حاشوي درجه ورته ورکړي، ښوونه او روزنه یوه حیاتي موضوع ده چې باید پوره پاملرنه ورته وشي، هغه دا چې په ښوونځیو کې پانګونه وشي ترڅو ترې تعلیمي هدف ترلاسه شي، چې  شاګردانو ته خواړه او د دوی ساتنه او دوی سره بېړنۍ مرستې په خپله په دې کې راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx