شعـــــرونه

ستا له اسمان نه خو وتلی نشم/ علم

عبيدالله علم

ستا له اسمان نه خو وتلی نشم
د ځمکې تخت نه الوتلی نشم

دلته ظالم او قاتلان اوسیږي
بل کوم سپوږمۍ ته هم ختلی نشم

ژوندی انسان يې دی ژوندی خښ کړی
هغه ظلمونه هیرولای نشم

عفوه دستور دی پرې عمل کومه
ځکه ژوندی یې خښولای نشم

اوس مې لاس بر دی لاس تړلی یمه
شهید ارمان پوره کولای نشم

علم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx