ټولنیزه برخه

له سختۍ پسې اساني وي

فضل شاه افضلي – خوست
د کړيدلي او ځوریدلي هیواد میشتو پرګنو!
رب العالمین مو د څلويښت کلنې لوږې، تندې، دردونه، وژنې، شهادتونه، زندانونه، شکنجې، کونډوالی یتیموالی او بیلا بیل تکلیفونه پۀ خپل عظیم دربار کې قبول کړه او پۀ یادو ستونزو مو مثبتې پایلې مرتبې شه.
درنو هیوادوالو!
موږ د الله تعالی بنده ګان یو او د الله تعالی پر کتاب مو ایمان او باور دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د الله تعالی په رښتینو بنده ګانو ډول، ډول امتحانونه او ازمایښتونه راځي، بلکې د ایمان د تاریخ سره سم په مؤمنانو همدا ډول او یا له دې سخت حالات راغلي دي او لا به راځي.

که دې لړۍ ته سر ورښکاره کوو بلا وخت غواړي او مطلب هم رانه اوږدیږي، غوره به دا وي، چې د اسلافو تاریخ تر دقیقې مطالعې لاندې ونیسو او منځپانګه یې د خپل ژوند لپاره لایحه او طرز العمل وګرځوو.

د تأسف ځای دا دی، چې کله یو مسلمان ورور ته د اسلافو یا د صحابه کرامو ژوند حالات بیان کړې درته پۀ زغرده وایي: ” موږ خو څۀ اصحابان نۀ یو ” هو، دا واقعیت دی، چې موږ صحابه نۀ یو، خو رب العلمین راڅخه د صحابه کرامو پۀ څیر ایمان غوښتی دی، الله تبارک وتعالی فرمايي:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَٰكِنْ لَا يَعْلَمُونَ. (البقرة ۲:۱۳)
ژباړه: کله چې دې کافرانو ته وویل شي: داسې ایمان راوړئ لکه نورو مؤمنانو: ( د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو ) چې راوړی دی نو دوی د انکار پۀ ډول ووايي: ” آیا داسې ایمان راوړو لکه هغو ساده ګانو چې راوړی؟ ” خبر شئ همدوی ساده ګان دي خو نۀ پوهیږي.
ددې آیت شریف پۀ تفسیر کې مفسرین حضرات وایي چې زموږ څخه الله تعالی د صحابه کرامو پۀ څیر ایمان غواړي. نو دې خبرې سره، چې موږ خو صحابه کرام نۀ یو د ایمان د زوال خطر دی ” العیاذ بالله ”

نو ای د ګران هیواد کړیدلو استوګنو!
تاسو ته دا لوږه ولې دومره سخته شوې چې پرونۍ لوږې یې درنه هېرې کړې دي؟! تاسو هغه ملت نۀ یاست، چې دوه نیم میلیونه وګړي مو د الله تعالی د دین او د هیواد د آزادۍ پۀ خاطر د سرۀ شوروي اتحاد پر وړاندې شهيدان او ټپیان شول؟

تاسو هغه ملت نۀ یاست، چې پۀ هرات کې مو ۲۴۰۰۰ څلرویشت زره انسانان پۀ ډلییز ډول د خاد قومندان نجیب لخوا ووژل شول؟
تاسو هغه کړیدلی ولس نۀ یاست، چې د کورنیو جګړو پر مهال مو د ځایي قومندانانو لخوا د ډول ډول ظلمونو ښکار شوئ خو د دوی راج مو ونۀ مانۀ او مقابلې ته مو یې را ودانګل؟
آیا تاسو هغه ملت نۀ یاست، چې پۀ ۲۰۰۱ کال کې مو پۀ نشت امکاناتو د غربي ښکېلاکګر مقابلې ته لکه سپر غوندې راوړاندې شوئ؟
تاسو هغه کلیوال نۀ یاست، چې کورونه مو د اور خوراک وو او تاسو د الله پۀ دین بیا هم منګولې کلکې کړې وې؟
آیا تاسو د هغو فدایانو پلرونه نۀ یاست، چې پۀ کور کې مو د خپل شهید زوی د شهادت کیسه د ګاونډیانو د لاسه نشوه کولای؟ او د زوی قبر تر اوسه هم نۀ دی درمعلوم.
آیا تاسو هغه ملت نۀ یاست، چې د چاپې له لاسه به د خپلوانو کور ته هم نشوې ورتللی؟
دا او دې ته ورته نورې پۀ زرګونه پيښې ستاسو پر وړاندې تیرې شوې او تاسو لیدلي دي.

تاسو باید د غرب د لویدلي او پست فکر خاوندانو پۀ منفي تبلیغ خطا نشئ، د هغوی منفي تبلیغ ته هماغه ځواب ورکړئ لکه تېر شل کاله مو چې ورکړی و.

د الله تعالی شکریه اداء کړئ، ستاسو د شهید شوو زامنو، وروڼو، بچیانو، پلرونو او ملګرو وینو رنګ راوړ، خپلواکي مو ترلاسه کړه، پاتې ستونزې به ان شاء الله تعالی داسې حل شي لکه تېره شل کلنه غمیزه.
د ویتنامیانو لۀ حالته عبرت واخلئ، ړنګ ویتنام کافرې امریکې ورته پريښود، خو دوی د تیښتې پر ځای استقامت غوره کړ، د لوږې، تندې او بندیزونو سره یې مبارزه وکړه دا دی اوس د یو خپلواک هیواد اوسیدونکي دي. د چین او ایران بندیزونه وګورئ کوم حالت ته یې چینایان او ایرانیان را ورسول؟
که رښتیا بهرنیو مرستو او رسمیاتو ګټه کولای نو تېر شل کاله افغانستان د دنیاوالو هم د مرستو او هم د رسمیاتو برخورداره و، خو د میاشتې پۀ موده کې یې هر څۀ تس نس شول؛ ځکه اتکاء یې نۀ پۀ الله تعالی او نۀ پۀ پخپلو مټو وه، بلکې د ساه اکسیجن یې بهرنیان وو، چې پۀ وتلو سره یې هر څۀ لۀ مینځه لاړل.
موږ سره به الله تعالی خپلې ژمنې پوره کوي پۀ دې مو کلک باور دی.
أللهم حول حالنا إلى أحسن الحال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx