نظــر

که د موجوده ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړو

عبدالوحيد وحيد

دا به د شهامت په ستر ازمون کې په زړه پورې بريا وي چې امارتي چارواکي پوه شي چې هغوى له يوه بشپړ جنګي مأموریت څخه په مکمل ډول د يوه مديريتي ازمون په ډګر کې قرار لري او دا چې امریکا د جګړو له ډګر څخه تېښته وکړه، خو لاهم لوبې ته په بل شکل دوام ورکوى. هڅه کوي چې بايللى غرور د نورو تاکتيکونو په کارولو ترلاسه کړي. تبلیغاتي جګړه پرمخ وړي. د امارتي چارواکو او ملت ترمنځ له شته نيمګړتياو څخه ګټه پورته کوي. د امارت لخوا د علمي او مسلکې کادرونو بيکاره کول او د امریکا لخوا د تخليې په نوم بهر ته د هغوى استول زموږ هېواد له ننګونو سره مخ کړى دى.

شک نشته چې وضعیت بحراني دى او که حکومت له موجوده ګرداب څخه وتل او د دغه ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړي، نو باید د ستونزو د حل لپاره پرديو ته د لهجې بدلولو پرځاى لنډمهاله او منځمهاله  هڅې پيل کړي، تر څو د ښې حکومتولۍ په پايله کې ملي ملاتړ ترلاسه کړي او د مديريتي وړتیا په ښودلو سره په سياسي او اقتصادي ډګر کې خپل ظرفیت ثابت کړي.

سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ د هر هېواد او هرې ټولنې بنسټيزه اړتیا او اقتصادي وده د ټولنې د هوسا ژوند لومړنی شرط دی. د پرمختګ لپاره جدي ګواښونه او ننګونې شته. چې ځېنو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

١- د امارت  مشرتابه په خپل اوسني چلن، خپلو تشکيلاتي او نظرياتي برخو کې پراخ بدلونونه راوړي. اوسنى انحصاري فکر، د بې باورۍ فضا، په ګمارنو کې د مديريت د وړتیاو د نشتون له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره يې قطعاً د بريا منزل ته د رسيدو لاره نه ده. د ځینو مشرانو ويناوې ګواښونکې او پاروونکې دي چې نه واقعيتونه منعکس کوي نه هيڅ ډول عقيدوي او منطقي شاليد نلري. څرګنده خبره ده چې د امارت او ولس ترمنځ ستر واټن امریکا ته پراخ امکانات برابر کړي دي او په اوسنۍ جګړه کې بريالي ښکاريږي.

٢-  په لنډمهاله توګه د بين الافغاني سولې داسې پروسه پيلول او بريا ته رسول چې د پخوانیو فاسدو غاصبو چارواکو او زورواکانو پرځاى د دغه عظيم ملت د هر قوم سمت ژبې او مذهب واقعي استازي په حکومت کې ګډون وکړي. په منځ مهاله توګه باید ومنو چې واک ته د رسيدو لپاره د یو منل شوي سیاسي چوکاټ نه شتون سیاسي بې ثباتي ته لار هواروي. واک تر لاسه کوونکې ډله د نورو د سلبولو او نفي کولو لپاره ګامونه پورته کوي، افغانستان خپل شخصي ملکيت ګڼي، په دندو باندې په ګمارنو کې اهليت او تجربه معيار نه ګڼي. له واک څخه د باندې پاتې شوې ډلې پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي او دا په خپله په ټولنه کې انارشیزم ته لاره هواروي. دغه ستونزه د زعامت په ټاکنه کې د ملت د ګډون له لارې د حل وړ ده.

٣- د اقتصادي  وړتیا د پياوړتیا لپاره د صنعت، کرنې، سوداګرۍ، سياحت، مالداري سيکتورونو ته وده ورکول، د معدنونو په استخراج او قراردادونو کې شفافیت راوړل، د انرژي د ليږد او د سيمه ييز اتصال په پروژو پيلولو باندې تمرکز کول دي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره له متخصصینو سره د سلا مشورو پروسه پيلول او عاجل ګامونه اخیستل اړين کار دى.

٤- د خصوصي بانکونو له منځه تللى باور بيرته اعاده کړي، بانکي حساب لرونکو افرادو او شرکتونو ته د هغوى د پانګې د مصئونيت ډاډ ورکړي،  تر ټولو مهمه دا چې د قانون په چوکاټ کې د پانګوالو د پانګونې د خوندیتوب ژمنه او د ګټې لپاره قانوني اطمینان ورکول د اقتصادي پرمختګ لپاره اړين ګامونه بلل کېږي.

٥ – د ځمکو د خړوبولو، سربندونو جوړولو او انرژي ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اوبو د سرشارو زيرمو مهارول، د خپلو امکاناتو په کچه ورباندې له يوې ابتدايي څېړنې وروسته د کار کولو لپاره پياوړى عزم کول، له ګاونډيانو سره د ګواښونو او لاپو په ژبه نه، بلکې د خپلو حياتي اړتیاوو په چوکاټ کې تفاهم کول زموږ اړتیا ده.

٦-  د هېواد د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، زعفرانو، قالينو، سبزيجاتو، لاسي صنايعو او نورو توکو د صادراتو په موخه نړيوالو مارکېټونو ته د لاس رسي لپاره  لابي کول، کرنيزو محصولاتو ته سړخونې او شنې خونې جوړول، د ښه کيفيت لپاره د سوداګرو او توليدونکو تشويقول د چاه بهار، ګوادر، واهګه، کراچۍ او بندرعباس بندرونو ته لاس رسى، د هيواد دننه بندرونه او هوايي دهليزونه فعالول په سيمه ييزه کچه د همکاريو جلبول د اقتصادي بيا رغونې لپاره  تر ټولو اغيزمنه لاره ده.

٧ – له يوې هر اړخیزې ارزونې وروسته په ګمرکي تعرفو کې  شفافیت او ستر بدلونونه راوستل د وخت اړتیا ده. اوس باید د ګمرکي تعرفو مديريت د مافیا له کنترول لاندې نه وي. د لوړ ارزښت شخصي موټرو په ګډون په زينتي، عياشي  او هغو توکو باندي چې روغتيا ته بالفعل او يا هم بالقوه خطر پېښولاى شي، واردول يې منفي اغیزې اچوي او يا کورنیو تولیداتو ته زيان اړوي د ګمرکي تعرفو لوړول، د اقتصادي بيا رغونې، کورنیو تولیداتو د تشویق او د چاپيریال د ساتنې لپاره خورا اړين وړانديز ده.

٨ –  د وړو  پرمختيايي پروژو د پيلولو لپاره د فني او مسلکي نخبه افرادو په مرسته د داسې پروژو ډيزائن کول اړين دي چې بشپړيدل يې کم وخت، د ګټې ګراف يې لوړ او نسبتاً کم لګښت ته اړتیا لري، سياسي او امنيتي خنډونه يې په وړاندې شتون ونلري. د دغه ډول پروژو د عملي کولو لپاره له خصوصي سکتور څخه د باور ترلاسه کولو وروسته د سکوکو او يا هم د ګټې او زيان د مشارکت پربنسټ پانګونه جلبول ممکن کار دى، خو د ولسي باور کچه باید لوړه شي.  د پروژو د بشپړتیا او ګټې ته د سپارلو وروسته مديريت او محاسبې باید پاکې او شفافیت ولري.

٩ –  زموږ په ټولنه کې د کلتوري محدوديتونو له امله په کورونو کې  مالداري, مرغداري او د محلي مارکېټ د لبنياتو د اړتیاو  پوره کولو لپاره پراخ فرصتونه او خام مواد شتون لري خو  مسلکي مديريت، خدماتي وړتیا او د روغتيايي چوپړتياوو برابرولو په صورت کې وړې پروژې عملي او د نړيوالو مالياتي بنسټونو لخوا يې د تمویل چارې اسانه دي.

١٠ – ګاونډيو هیوادونو ته د ډالرو د قاچاق کولو له امله د اخيستلو تقاضا لوړه او ډالر يې په مارکیټ کې کميږي. د مرکزي بانک لخوا اوس مهال د ډالرو د ليلام حل کمزورى منطق دى. د ډالر د قاچاق له مخنیوي سربيره به بهتره  دا وي چې د خوراکي توکو د مرستو پر ځاى (لکه په ځينو ولايتونو کې چې عملي شوې ده) مستحقینو ته د مرستې په توګه ډالر ورکړل شي او بله دا چې د شخصي بانکي حساب لرونکي باید له اوږد انتظار پرته په اسانه توګه له خپل بانکي حساب څخه د ګوزارې وړ ډالر تر لاسه کړي.

زه منم چې پورتنۍ ټولې موخې ترلاسه کول څه ستونزې هم لري، خو بشپړ باور لرم چې که اراده او عزم وي، نو ځينو موخو ته رسيدل او نورو باندې اقلاً د کار پيل اسانه او شونى کار دى.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

وحید صاحب ته سلامونه اودرناوی وړاندې کوم . وحید صاحب تل خپل نیک نظریات د خپل وخت هر نظام ته دهغوی دکارونو دسمون او دهغو نیمګړتیاو دپوره کولو په نیت کړي .کوم چې ملت ترې ځوریږي او د ملت د خوابدي سبب ګرځي .نوموړی يو ځل بیا خپل ګټور نظریات په څو شمیرو کې وړاندې کړي . چې هر یوه خبره یې په خپل ځای درنه او د پام وړ ده. خو دیستي کوم څه ته چې لاس رسۍ ممکن ده او ملت د یوه ناکراره او وهمي حالت څخه سکون او اطمینان ته راوستی شي هغو ټکو ته دې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx