نظــر

جمهوریت او امارت

برهان خوږمن

د شپې نهه بجې دي، کابل کې روان یم، عبدالحق څلور لارې سره طالب موټر ته لاس راکړ. ویل یې: چېرته ځې؟ ما ورته وویل: ملګرو سره مجلس کې وم اوس کور ته روان یم.

موټر یې تالاشي کړ ویل یې ورځه، لږ مخکې بیا یو بل ودرولم، همدا پوښتنه یې تکرار کړه، ما هم دغه ځواب ورکړ. موټر دروازه یې خلاصه کړه، تالاشي یې کوله، یخ باد بې قراره کړم. ویل یې ځه الله مو مل شه. همداسې هر وخت ورسره مخامخ کېږم.

یو شپه یوه طالب لاس راکړ لکه واوره داسې یخ و، زړه کې مې ویل لاس ترې خلاص کړ یخ دی. کله کله په څلور لارو تېرېږم، په جمعه په لمانځه ولاړ وي، کابل کې لږ بدلون راته ښکاره شي، یوازې دا نه څلور میاشتې مخکې به دلته په شلو افغانیو انسانان وژل کېدل، کور نه به چې تللې، پیسې او موبایل به دې د غلو د لاسه نشو راخیستلی، د امنیتي کسانو به چې کومه ټاپه درته خوښه شوه در سریښ به یې کړه، د اطرافو خلک به چې دفترو ته ورغلل، کارمندانو به یې کار دومره ورته سخت کړ چې د خلاصون پرده یې یوازې ډالر وه چې پورته به شوه کار به وشو.

۲۰۱۹ کال و، د جمهوریت شپه ده د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالي اړوند کنډو کلي کې مې شپه وه، مخامخ برګ کلی دی، د طیارو او چورلکو شور جوړ شو، ورسره د چاودنو او ډزو غږونه شول تر سهاره په کلي څه تېر شول هېڅ خبر نه و، ګهیځ ورغلم، د مدرسې د یوه استاد مولوي حضرت محمد په کور چاپه وه، حجرې ته یې ورغلو په لوګو سوځېدلې او چت یې د انسان په وینو او غوښو سور لړلی و، ځايي خلکو ویل عسکرو د مولوي صیب له سر نه باروتي تار(پریمکاټ) تاو کړ او انفجار یې ورکړ، جلادان او قاضیان هم هلته موجود ګډ ځواکونو وو، دا یوه شپه نه وه په هر ولایت کې دا لړ روانه وه.

په امارت کې بهرنیو چارو وزارت ته ورغلم، د تشریفاتو له رئیس سره مې کار و. دروازه کې ولاړو طالبانو ویل موټر دلته ودروه او ورشه، ورغلم نور هم ډېر مېلمانه وو، هر یوه خپل کار ور وړاندې کاوه، زما ډېر لوی کار یې په ورین تندي راته وکړ. په جمهوریت کې نیمه شپه ده، لوګر ولایت برکي برک ولسوالي اړوند فرید پوسته باندې عسکرو ودروو. ویل یې چېرته ځئ؟

ما وویل د کور مریضان لرو، ولایت ته ځو ویل یې زنانه دي خپله ده که پردۍ ده؟ ما ویل دا مې اکا دی او زنانه یې مېرمن ده، ویل یې نو موږ به څنګه پوه شو چې مېرمن یې ده؟

له ما یې هم ځواب ورک کړ، لږ چوپتیا وروسته یې وویل موږ ته لږ خرڅه راکه نور ورځه، اکا مې ۳۰۰ افغانۍ ورکړي ویل یې پینځه کسان یو بخیله پینځه سوه خو راکړه، ور مو کړي، په پاخه سړک تر ولایته مو خپل منځ کې خبرې نه شوی کولی، ژوره چوپتیا وه.

ځینې خلک وینم، وايي: د طالبانو په حکومت کې فقر راغی. نو پخواني حکومت د غرو سرونو او لرې پرتو دښتو کې پوځي مراکز جوړ کړي وو چې اوس د هېڅ ګټې نه دي، وزارت دفاع کار ځکه نشي ترې اخیستی چې ټول کانټنري او عارضي جوړ شوي، څومره فابریکې یې جوړې کړي؟ څومره اقتصادي پروژې یې روانې کړې وې چې اوسنی حکومت ګټه ترې واخلي؟ بلکې حکومت هم ټوله پروژه وه، اوس خلک وایي حکومت خلک په وړتیا نه مقرروي، ولې مو دومره حافظه کمزورې شوه چې پخوا به د وزیر نه تر ولسوال به ټول خارجیانو مقررول، د دوستم، سید جان خارکزیروال،کرم الدین کرام، څومره وړتیا وه؟ ایا د وړتیا میعار دا نه و چې افغانان به یې ډېر و وژل هغه جنرال رازق، عزیزالله کاروان او مطیع الله جان به قهرمانان شول؟

پخوا به مو ټوله بودیجه د افغانانو په وژلو او په اداري فساد مصرفېدله. اوس الحمدلله دواړه نشته، سره له دې چې نړۍ طالب په رسمیت نه دی پېژندلی، په ټول وطن کې یې امنیت راوست او ادارو کار یې روان ساتلی، بې معاشه عسکر په ګردو، یخ ،شپه او ورځ ولاړ وي او پیره کوي.

ولسه انتظار وکړئ، په تش لاس یې هېواد درته پرامنه کړ. اقتصاد به هم درته قوي کړي،که څه هم سخته به وي چې د خلکو ذهن یې واخلي ولې چې شل کاله مو اقتصاد په امریکایانو تکیه کړي وو، خو دا خبر له ذهنه وباسئ چې امریکایان به مو مشکلات ختموي، امریکایانو نظامي میدان کې ماته خوړلې اوس به سیاسي او اقتصادي میدان کې مشکلات جوړوي او مهم په الله تعالي توکل دی ډېر څه ناممکن به ممکن شي.

 

باذن الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx