
کرزي کريم خليلي ته منسوبه غږيز ټايپ جعلي وباله
نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشر کرزي د اصلاحاتو او همپالنې هغه تورونه په کلکه رد کړل، چې ګنې د نوموړي دوهم مرستيال کريم خليلي ټاکنو کې د تحول او تداوم ټيم په ګټه درغلي کړې ده.
د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم لخوا کريم خليلي ته منسوب يو غږيز ټايپ خپور شوی و، چې د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ د درغلي خبرې پکې شوې وې.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ادعا کوي، چې دا غږ د کريم خليلي دی.
د غږيز ټايپ له خپريدو وروسته کريم خليلي او د تحول او تداوم ټيم نوموړی غږ جعلي وباله.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د کرزي له قوله وايي، چې نوموړی غږيز ټايپ جعلی دی او داسې کارونه د هېواد ثبات او امنيت لپاره ستر ګواښ پېښولای شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له دې مخکې هم د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء د پخواني ريس ضياءالحق امرخېل او يو شمېر نورو مسؤولينو غږيز ټايپونه هم خپاره کړي ول؛ خو د تحول او تداوم ټيم او نوموړو چارواکو په خپل وخت د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دعوې بې بنسټه بللې دي او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم تر اوسه په دې اړه کومې قانوني مرجع ته رجوع نه ده کړې.