روغتیا

د کرونا واکسینو درې دوزونه د «اومیکرون» بڼې خطر کموي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): برتانوي پوهان وایي چې د کرونا ویروس ضد واکسینونو درې دوزونه د نوې اومیکرون بڼې خطر او شدت کمولی شي.

د یوې څیړنې په ترڅ  کې چې د 600 کسانو د معلوماتو په اساس ترسره شوې، پوهانو موندلې چې د واکسینو دریم یا اضافي/بوسټر دوز کولی شي د اومیکرون له خطره وژغوري، او په داسې کسانو کې 75 سلنه نښې نه موندل کیږي.

له دې وړاندې د یاد ویروس ډیلټا بڼې پر ضد پوهانو ویلي وو چې د واکسینو دوه دوزونه ددې بڼې مخه نېولی شي، خو اوس د اومیکرون په اړه د دریم دوز وړاندیز هم کیږي، دوی وایي که څه هم د دریم دوز سربېره انسان په کرونا اخته کېدلی شي خو د خطر کچه به یې خورا کمه وي.

برتانیا کې اوسمهال په ورځني توګه د کووید-۱۹ شاوخوا 80 زره ورځنۍ مثبتې پېښې ثبتیږي، چې سلګونه یې د اومیکرون بڼې دي، خو په دغه هېواد کې خلک د دریم دوز لګولو لپاره په پراخه کچه د واکسین مرکزونو ته رسېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په تېره یوه ورځ کې برتانیا د کرونا له 93 زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې لسګونه یې د اومیکرون بڼې دي.

برتانوي پوهانو یاده څیړنه په داسې حال کې کړې ده چې په دغه هېواد کې د اومیکرون بڼه په پراخه کچه خپریږي او اوسمهال شاوخوا 15 زره کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

که څه هم د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې د کرونا بڼې اومیکرون ویروس په پراخه کچه خپور شوی، خو له یادې ناروغۍ څخه د مړینې کچه په نشت برابره ده.

بل لوري ته د رویټرز خبري اژانس د یوې څیړنې له مخې ویلي چې د کرونا ضد هر ډول واکسینو دریم دوز د اومیکرون پر ضد اغیزمن ثابتېدلی شي، له دې وړاندې دغه وړاندیز یوازې د فایزر واکسینو په اړه ورکړل شوی و.

د پوهانو په وینا د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د منظور شوي واکسینو (فایزر، مودیرنا، استرازینیکا او جانس) لږ تر لږه درې خوراکه د اومیکرون خطر کمولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx