افغانستان

د کورنیو چارو وزیر د یوناما له مشرې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې ډیبورالاینز سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او سیمې په امنیت او ټیکاو ټینګار وکړ څرګنده یې کړه چې افغانستان اوس د هیچا لپاره ګواښ نه دی. نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې نړۍ باید له افغانستان سره سیاسي تعامل ته تیاری ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه لیدنه کې د ملګرونو سیاسي مشرې په افغانستان کې د کړکیچونو د پای ته رسولو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د پوهنې او د کرنې برخو کې یې د ګڼو نورو پروژو د پيل لپاره همکاري کوي.

د یوناما مشرې ډیبورالاینز له افغانستان سره د نړیوال بانک بانک ۲۸۰ ملیون ډالري مرستو ته په اشارې وویل چې ملګري ملتونه هڅه کوي په افغانستان کې خپلې مرستې لازیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو ټولنو او هېوادونو افغانستان سره د بشري مرستو اعلان کړی او د مرستو یو شمېر جوپې کابل ته رارسیدلي هم دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی لیدنه کی یی مخ پټ وو یا لوڅ؟ د لوړو تحصیلاتو د وزیر ږیره اوس اوږده شوې خپل مخ نه پټوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx