افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد کې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سره ولیدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په تر غونډې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په اسلام آباد کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او ځانګړو استازو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار د معلوماتو مطابق ښاغلي متقي د کوربه هېواد پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي لیدنو کې په دوه اړخیزو مسائلو او د افغانستان په روان وضعیت خبرې او بحثونه کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې ښاغلي متقي د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناستې رابللو او کوربتوب له امله د پاکستان او سعودي عربستان هڅې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې دا ناسته به د افغانستان د بشري او سیاسي ستونزو په حل کې اغیزناکه ثابته شي.

بلخي زیاتوي د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په اسلام آباد کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې «ريتنو مارسوديا» سره هم لیدلي او له یاد هېواد څخه یې په اقتصادي، تعلیمي او سیاسي برخو کې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ددې سربیره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي«جسپر وییک» سره هم لیدلي. په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي له افغانستان سره د جرمني د ۶۰۰ ملیون یورو مرستې د اعلان هرکلی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دغه مرستې باید په عاجله او شفافه توګه د افغانستان د بانکونو له لارې سرته ورسیږي.

تمه ده چې سبا د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناسته ترسره شي.

د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې دغې ناستې ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، برتانیې، چین، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو استازي هم بلل شوي دي.

افغان سیاستوال او د چارو شنونکي دغه ناسته د افغانستان لپاره دیره مهم بولي.

داچې پاکستان له یادې ناستې څخه څه غواړي په اړه یې پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې پاکستان له بډایو هېوادونو څخه غواړي ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي.

د اسلامي نهضت او یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی ددې ناستې د اهمیت په اړه وايي، ډیری اسلامي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې نه لري، چې له دې ناستې وروسته به اسلامي هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې بیرته راژوندۍ او په ټولیزه توګه به د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام پورته کړي.

تردې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي وو ترڅو د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه اونۍ کې د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې د اسلامي هېوادوو له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او قطر څخه د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنې ترڅنګ هغوی هڅولي ترڅو په دې سختو شرایطو کې د افغان مسلمان ولس ترڅنګ ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx