افغانستان

پاکستان: کراچۍ او کویټه کې چاودنو ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان په کراچۍ او کویټې ښارونو کې د چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان دي.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه د کراچۍ ښار شیرشاه سیمې پراچه چوک کې د یو خصوصي بانک په ودانۍ د ګیس راټولېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ودانۍ نړېدلې ده.

د کراچۍ د پولیسو مشر شرحبیل کریم کهرل وايي، په دغه چاودنه کې د پاکستان تحریک انصاف د ملي اسمبلۍ د غړي عالمګیر خان د پلار په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي ددې ترڅنګ هلته ولاړ ګڼ شمېر موټر سایکلونه او موټر هم ویجاړ شوي دي.

له بل پلوه پاکستاني چارواکو د بلوجستان ایالت مرکز کویټې ښار په قندهاري بازار کې د موټرسایکل بم چاودنې له امله یوولس تنو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړی دی.

کویټې چاودنه
کویټې چاودنه

د کویټې ښار د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیس وايي، چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو. په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او لس تنه نور ټپیان دي.

تراوسه ددې چاودنې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر یوې میاشتې اوربند وروسته د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ ټینګ شوی اوربند هم پای ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د انسان په مرګ خوشحالی نکوم خو همدغو پاکستانیانو زمونږ وطن خراب کړ ټول عمر یی مونږه ته انتحاریان راولیږل چی اوس پخیر انشاءالله د دوی نوبت دی چی قربانی شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx