روغتیا

د واورو وریدو سربېره کابل د هوا له لحاظه د نړۍ دوهم ککړ هېواد نومول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ژمي موسم لومړۍ واورې وریدو سربېره هم کابل د هوا له لحاظه د نړۍ دوهم ککړ هېواد بلل شوی دی.

د هوا د کیفیت شاخص (Air Quality Index) له مخې د پاکستان لاهور ښار د هوا له لحاظه د نړۍ تر ټولو ککړ ښار نومول شوی چې ورپسې د کابل ښار هوا د روغتیا لپاره زیانمنه ښودل شوې ده.

د یاد شاخص له مخې، د هوا ککړتیا د هند په کلکته او نیو دهلي ښار کې هم زیانمن حالت ته رسېدلې ده، چې په ترتیب سره دریم او څلورم ککړ ښارونه دي.

راپور زیاتوي چې په یادو ښارونو کې د هوا ککړتیا ددې لامل شوې ده چې اوسېدونکي د سختو روغتیایي ستونزو سره مخ دي، او تر ټولو لویه ستونزه د تنفس او سږو ناروغۍ دي.

د هوا ککړتیا کیفیت شاخص د پنځو کټګوریو پر اساس محاسبه کیږي چې د ځمکې سطحې اوزون، کوچني ذراتو ستونزې، کاربن مونوکسایډ، سلفر ډایوکسایډ او نایتروجن ډایوکسایډ شامل دي.

د راپورونو له مخې د هوا کیفیت شاخص د 50 او 100 ترمنځ صحي او منځني حالت کې وي، د 151 څخه تر 200 پورې په عامه توګه غیر صحي ګڼل کیږي خو د اندېښنې وړ نه وي، دغه راز د 201 څخه تر 300 پورې درجه زیانمنه ده، په داسې حال کې چې له 300 پورته درجه خورا زهرجنه بلل کیږي او د انسان د وژنې خطر رامنځته کوي.

د کابل د هوا ککړتیا شاخص د تېرې ورځې په پرتله پورته شوی چې نن د شنبې په ورځ 249 درجې دی او غیر صحي بلل کیږي، دغه درجه تېرې ورځې شاوخوا 200 ښودل شوې ده .

کارپوهان وایي، په ځانګړي توګه په ژمي کې د هوا ککړتیا زیاتوالی ثبتیږي چې لامل یې د هوا یا باد په سرعت کې بدلون، د هوا طرف او لږ تر لږه د هوا سلایډ تودوخه د هوا ککړتیا زیاتوي.

د اوړي په پرتله په ژمي کې هوا سختیږي چې په هوا کې د زهرجنو ذراتو د ښکته کېدو لامل کیږي او فضا ککړیږي. په پایله کې د کاربن او لوګي لوی مقدار د ذراتو یوې طبقې سره د ښار هوا ککړوي.

کارپوهان وایي د فصلونو د پاتې شونو، فابریکو او د ډبرو سکرو، کثافاتو، تیلو یا ټیرونو په سوځولو سره رامنځته شوی لوګی فضا ته ننوځي او ددې اغیزې د ژمي په پېل کې څرګندیږي چې د موسم تر پایه پاتې کیږي او د هوا ککړتیا خطرناک حالت ته رسوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې د هوا ککړتیا کلني له 7 ملیونو زیاتو کسانو د ژوند اخیستلو لامل کیږي چې خلک په سږو سرطان، زړه ناروغۍ او فالج په څېر وژونکې ناروغیو اخته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx