نړۍ

پنټګان: یوه تیز ترینه بی پیلوټه الوتکه له الوتلوڅخه وروسته نادرکه شوی ده

American_HTF_drone(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۲) پنټګان: له پنټګان څخه امریکایی فوځي چارواکوخبرورکړی دي، چي دامریکي دهوایی ځواکونويوه بی پیلوټه الوتکه له ازمویښتي الوتني څخه وروسته نادرکه شوی ده، نادرکه شوی الوتکه یوه بی پیلوټه الوتکه ده چي سپيډ یی له اواز څخه ۲۰ چنده زیات دي، دامریکي دهوایی ځواکونو له لوري خبرورکړل شوی دي چي الوتکه له الوتلو څخه لږګړي وروسته نادرکه شوی ده.

دنړي ترټولو تیزه الوتکه چي دزیارت په ورځ یی ازمویښتي الوتکه کړي وه دهایبرسونیک۲ په نامه سره یاديږي، دغه الوتکه کولای شي دنړي هری ګوښي ته له یوه ساعته په کم وخت کي ځان ورسوي.

(ایچ، ټی فی۲)الوتکه په یوه ساعت کي ۲۱۰۰۰ زره کیلومټره فاصله وهي چي داواز له تیزوالي څخه ۲۰ کرته زیاته تیزه ده، ویل کیږي چي دا دامریکایی چارواکو دوهم ځل دي چي دارنګه الوتکه په ازمویښتي الوتنه کي له لاسه ورکوي.

الوتکه تیره ورځ دامریکي دکالیفورنیا په ایالت کي دوینبرګ له هوایی اډي څخه  دمینتور۴مزایل په واسطه سره الوزول شوی وه، الوزول شوی الوتکه دامریکي ددفاع وزارت دراتلونکو نړیوالو وسلوالو سیالیو یوه برخه وه، دهوایی ځواکونو لخوا څخه خبرورکول شوی دي چي دتیزي الوتني په صورت کي ددغي الوتکي درجه حرارت ۲۰۰سنټي ګریډ ته رسیږي.

الوتکه دخپلی اولني ازمویښتي الوتني پرمهال له الوتلو څخه نه دقیقي وروسته نادرکه شوی ده، دغه الوتکه کولای شي دامریکي ددوو ایالتونو لکه نیویارک اولاس انجلس ترمنځ ۴۰۰۰ کیلومټره فاصله د۱۲ دقیقو اویاهم لدي څخه په کم وخت کي ووهي.

بخت الرحمن بخت………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x