افغانستان

ننګرهار: په غني خېلو کې پنځه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): د ننګرها رد غني ولسوالي په مربوطاتو کې پنځه تنه عکسر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه عسکر د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو له دوی سره یوځای شوي دي.

خبرپاڼه کاږي: «خيرمحمد د دوست محمد زوی، محمد امين د محمد زمین زوی، لال زدين د زيردين زوی، بازدين د زيارت خان زوی او محمد زمين د عبدالغفور زوی تېره ورځ د جلب او جذب کميسيون د دعوت په پايله کې له مجاهدینو سره يو ځای شول.»

تر دې وړاندې هم د بادغیس ولایت په غور ماچ ولسوالي کې طالبانو ته یو قومندان له خپلو دېرشو مسلحو ملګرو سره ورغی، چې ګڼ شمېر مهمات يې هم له ځان سره ور وړي دي.

په ورته وخت کې څو ورځې وړاندې طالبانو د دولتي مسوولینو د تسلیمۍ میاشتنی راپور خپور کړی چې له قوله یواځې په تېره میلادي میاشت کې له دوی سره تر دوو سوو ډېر دولتي نظامي مسوولین ملګري شوي دي.

ویل کېږي چې د طالبانو له لوري دغه پروسه د امنیتي ځواکونو په روحیه اغېزه کوي او ډېری داسې انګېري چې د ځان د ژغورنې همدا موقع ده.

د شنونکو په باور تر دې وړاندې د دولت په لیکو کې ځوانانو داسې انګېرله چې له مرګ پرته بله لاره نه لري، ځکه دوی پوهېدل چې له طالبانوسره ګوته په ماشه دي او هغوی به يې هم وژني. ډېر داسې ځوانان لا اوس هم د دولت په لیکو کې شته چې له دولته پوره متنفر دي خو په دې وېرېږي چې که طالبانو ته ورشي هغوی به څه ډول چلند ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x