افغانستان

سبا ته په کابل کې د پاسپورټ د ویش بهیر پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست رئیس مولوي علم ګل حقاني وايي، هغه کسان چې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو ځینې مراحل سرته رسولي، سر له سبا ورځې څخه کولای شي د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او د پاتې مراحلو له تکمیل وروسته پاسپورټ ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي، کوم کسان چې تازه د پاسپورټ لپاره اخیستلو لپاره نوم لیکنه کوي هغوی دې د جدي میاشتې له ۲۰مې نیټې وروسته خپل غوښتنلیکونه جمع کړي.

عالم ګل حقاني دا څرګندونې نن د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال کړي او څرګنده کړې یې ده چې د تخنیکي ستونزو په وجه په کابل کې د پاسپورټ د ویش بهیر ځنډېدلی ؤ.

هغه داسې وویل: «د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج  الدین حقاني د لارښوونې په اساس یو شمېر وسایل ترمیم او ځینې نور واخیستل شول، چې له هغه وروسته د پاسپورټ ریاست د فعالیت لپاره چمتو کیږي.»

نوموړی وايي، هغو کسانو چې د پاسپورټ احکام اخیستي او بانک کې یې پیسې تحویل کړي، سبا د یکشنبې په ورځ ددوی ریاست ته ورتللای ش، ځکه لومړی حق د هغوی دی او نوي کسان کولای شي د جدي میاشتې له شلمې نیټې وروسته په آنلاین بڼه هم نوم لیکنه وکړي.

حقانی څرګنده کړې، چې په مرکز کې یو جدول ترتیب شوی او هر کس ته په فورم کې د مشخص شوې نیټې په اساس وخت ورکول کیږي؛ خو د پنجشنبې ورځ بیا «مجاهدینو» ته ځانګړې شوې ده چې په هغې ورځ به عامو خلکو ته پاسپورټ نه ورکول کیږي.

د پاسپورټ ریاست لخوا د ترتیب شوي جدول په اساس هغو کسانو چې په ۳۱ سنبلې، اول د میزان او درېیم د میزان نوم لیکنه کړې وي، په ترتیب سره په ۲۹ او ۳۰ د قوس او اول د جدي مراجعه کولای شي.

دغه راز په فورم کې راغلي کومو کسانو چې په ۴، ۵، ۶، ۷ او ۸ د میزان نوم لیکنه کړې وي په ترتیب سره په ۴، ۵، ۶، ۷ او ۸ د جدي مراجعه کولای شي.

ددې ترڅنګ هغو کسانو چې په ۱۰، ۱۱، ۱۲، ‍۱۳ او ۱۴ د میزان نوم لیکنه کړې د پاتې پروسې د تکمیل لپاره کولای شي په ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴ او ۱۵ د جدي مراجعه وکړي.

د پاسپورټ ریاست لخوا د خپاره شوي جدول مطابق هغه کسان چې د میزان په ۱۵، ۱۷ او ۱۸ تاریخونو نوم لیکنه کړې کړې کولای شي د پاتې پروسې د تکمیل لپاره په  ۱۸، ۱۹ او ۲۰ د جدي نوموړي ریاست ته ورشي.

عالم ګل حقاني دغه راز څرګنده کړې چې له دې وروسته د ولایاتو د تذکرو او د ناروغۍ مکتوب لرونکو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي، ځکه په خبره یې د هر ولایت کسان باید خپل ولایت ته ورشي او د ناروغانو د تشخیص لپاره یې ډاکټر مؤظف کړی ترڅو حقیقي ناروغ تشخیص او د ځانګړي فورم له لارې ورته پاسپورټ ورکړي.

د کمیشنکارانو په هکله ښاغلي حقاني ویلي، چې تراوسه یې په مرکز کابل کې ۱۵۰ غټ کمیشنکاران او له ۲۵ تر ۳۰ پورې کمیشنکاران په کندهار، کندوز او لوګر کې نیولي دي.

هغه له خلکو غوښتنه کړې چې کمیشنکارانو ته پیسې ور نه کړي ځکه د هغوی په واسطه هیچاته پاسپورټ نه ورکول کیږي.

د حقاني په خبره په تیرو درې میاشتو کې یې ۱۵۰ زره پاسپورټونه ویشلي او د پاسپورټ ریاست له دې لارې ۶۰۰ ملیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو درې اونیو راهیسې په کابل کې د تخنیکي مشکلاتو له امله د پاسپورټ د ویش بهیر ځنډېدلی ؤ او چارواکي وايي، چې سبا ته دا بهیر بیرته پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حقانی ښه خبره نده کړی. د هغه خبری سبب د بی اتفاقی او تبعیض کیږی چی د پنجشنبی ورځ دی صرف طالبانو او د هغوی کورنی ته اختصاص شی چی پاسپورت واخلی. ولی پخوانی مجاهدین چی د روسانو په مقابل کښی یی جهاد وکړ هغوی څنګه وپیژندل شی چی دوی هم مجاهدین دی او یا دا چی د هر چا ږیره وږده وه او لونګی یی په سر وه هغو مجاهد دی؟ د الله په نزد ښه مسلمان هغه دی چی تر ټولو با تقوی او پرهیزګاره وی داسی ډیر کسان شته دی چی تر دغو مجاهدینو چی لونځ یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx