
د کابل ښار ۱۷ حوزه کې یو دیني عالم وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د کابل د عربي دارالعلوم یو استاد په ډزو وژلی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې د کابل د عربي دارالعلوم استاد مولوي بسم الله شاکر نن سهار جومات ته د تللو پروخت د ناپېژاندو وسله والو کسانو د برید هدف ګرځېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجینر عزام ددې پېښې د تایید ترڅنګ دا پېښه غندلې او د هغه وژل یې د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې امنیتي ځواکونه د پېښې جدي پلټنې کوي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې کوي.
تراوسه دا څرګنده نه ده چې د مولوي بسم الله شاکر د وژلو لامل سیاسي دی او که شخصي دښمني؛ خو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې په دیني عالمانو باندې مرموزې حملې زیاتې شوي. تیره ورځ هم د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند«پروان سه» سیمه کې د دیني عالم مولوي عبدالسلام عابد په موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه، چې د نوموړي په ګډون یې څلور تنه ټپیان کړل.
تیره ورځ پر استاد عابد حمله وشوه بیا نن په مولوی شاکر دا سو امنیت. لږ صبر وکړی چی پسرلی شی او مخالفین سره منسجم شی، کفری او یهودی مرستی راورسیږی بیا یی ورته ټینګه کړی. زه چی یو مثبت انتقاد کوم بیا د ځینی سوړې سوځی چی د امارت ضد خبری ولی کوې.