افغانستان

پکتیا کې د ګازو ډبې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۵ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د ګازو یوې ډبې د چاودنې له کبله لږ تر لږه د یوې کورنۍ ۱۵ غړي ټپیان شوي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست خالقیار احمدزی وايي، دا پېښه نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ګردیز ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند په «باغي شاه» کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې د ښځو  او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي چې د څلورو ټپیاو حالت نازک دی او د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.

په دغه پېښه کې یادې کورنۍ ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې د ګازو ډبې څرنګه چاودنه وکړه؛ خو په افغانستان کې د غیر معیاري ګیس او ډبو له امله وخت ناوخته د ګاز چاودنې رامنځته کیږي چې ځاني او مالي زیانونه خلکو ته اړوي.

نن مازدیګر د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند برکي څلور لاره کې د یو سراچه موټر د ګازو ډبې چاودنې له امله یو ملکي کس ووژل شو او درې نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx