ورزش

الجزائر تونس ته په ماتې ورکولو د فیفا عرب جام اتلولي خپله کړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د الجزائر فوټبال لوبډلې تونس ته په اضافي وخت کې په دوه ګولونو وهلو ماتې ورکړه او د فیفا عرب جام اتلولي یې خپله کړه.

د الجزائر عامر سعیود د اضافي وخت په 9مه دقیقه کې او یاسین براهیمي په وروستۍ شیبه کې د الجزائر په ګټه ګولونه راوړل او د عرب جام لومړۍ اتلولي یې به خپل نوم کړ.

د تونس الجزائر لوبډلو ترمنځ د فیفا عرب جام پایلوبه د قطر په الخور ښار البیت لوبغالي کې د شنبې په ورځ ترسره شوه چې زرګونه نندارچیانو د لیدنې لپاره شتون درلود.

د لوبې پېل د افغانستان پر وخت د ماسخوتن په 7:30 دقیقې وشو، چې تر 90 دقیقو لوبې پورې دواړو لوبډلو یو شمېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو هیڅ لوبډله په ګول راوړلو ونه توانېدله.

په اضافي 30 دقیقو وخت کې د الجزائر 31 کلن لوبغاړي عامر سعیود چې په وروستیو کې لوبې ته داخل شو وتوانېده ګول راوړي، خو په وروستۍ دقیقه کې یاسین براهیمي دوهم ګول راوړ او د بریا پخلی یې وکړ.

له دې وړاندې د دریم او څلورم مقام ترلاسه کولو لپاره د قطر او مصر لوبډلې مخامخ شوې چې قطر د پينالتي وهلو په مرسته بریا خپله کړه.

ددوی له لوري په 120 دقیقو کې هیڅ لوبډله په ګول راوړلو ونه توانېدله، خو په پينالتي کې د قطر 5 ګولونو په پرتله مصر 4 ګولونه راوړل، او قطر د برونز مډال وګاټه.

د یادونې ده چې الجزائر له دې وړاندې په 2019م کال کې د افریقا جام اتلولي خپله کړې وه چې راتلونکې میاشت به یې یو ځل بیا دفاع وکړي.

د فیفا عرب جام د 16 لوبډلو ترمنځ د نومبر له 30مې نېټې پېل شو چې د قطر په یو شمېر نوي چمتو شوي لوبغالو کې ترسره شو. په دغه هېواد کې به راتلونکی کال د فیفا فوټبال نړیوال جام ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx