
مولانا فضل الرحمن: د مسلمانانو اتفاق او یووالی د مسلمه امت د ښيرازئ بنسټ دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه تللي د فغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان تیر ماښام د پاکستان د جمعیت علماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په وینا په دې لیدنه کې دواړو خواوو د مسلمانانو په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او په اسلام آباد کې د اسلامي هېوادنو د همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو ترسره کېدونکې غونډه یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.
باید وویل شي چې تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو په ځانګړې ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تلی او له غونډې مخکې یې د پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو او ټولنو له استازو سره ځانګړې ناستې ترسره کړي دي.
فضلو که مسلمان وایی نو دا تیر شل کاله به یی د بی ګنا افغانانو د وژلو فتواوی نه ورکولی. له دی معلومیږی چی دوی د ځان د بقا لپاره له دینه او مذهبه کار اخلی او تالیب د دوی پیداوار دی چی اوس دا خبره کوی دوی منافیقین دی
که رښتیا ووایم فضل ډيزلى د افغان او پښتون مسلمان ولس د ټولو ځنې زيات دښمن دئ. او بل مونږ د همدغه اى اس اى خيټور تش په نامه مولوي نه دا څلويښت کاله کړيږو. د افغانستان اسلامي امارت دې د پردیو نه بلکې د ځپل مسلمان افغان ولس او الله ج ته صادق او خدمتګار اوسى.
فضل الرحمن سره طالبان باید دیر احتیاط وکری داسری دیر مضره حشره ده