افغانستان

ټام ویسټ: امریکا له افغانانو سره مرستې ته ژمنه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی ا ستازی ټام ویسټ وايي، چې هېواد یې له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی.

نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا حکومت د یوې شفافې دیپلوماسۍ له لارې طالبانو سره د بشري حقونو، تروریزم، زده کړو ته د لاسرسي او یو شمېر نورو مسائلو په هکله خبرې کوي؛ خو د افغانستان خلک بیاهم د متحدو ایالاتو د توجه مرکز کې قرار لري.

ټام ویسټ دغه راز څرګنده کړې چې روانه اونۍ یې د امریکا د سنا مجلس له مشر باب منندز او سناتور جیم ریش سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې او بحثونه کړي دي.

د هغه په خبره دواړه سناتوران د افغانستان په هکله زیاتې تجربې لري او له همدې کبله به افغانانو ته یوه روښانه تګلاره په سوغات کې وړاندې کړي.

ددې ترڅنګ ټام ویسټ ویلي، چې افغانستان ته په بیړنۍ توګه د بشري مرستو رسولو لپاره یې له یو شمېر خیریه بنسټونو سره هم خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ په داسې مهال افغانانو سره د مرستې ټټر وهي چې امریکا له تیرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان ولس شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني کنګل کړې او افغان ولس یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx