افغانستان

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان افغانستان ته د عاجلو بشري مرستو په چمتووالي ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خپلې اوولسمې ځانګړې غونډې څخه مخکې ویلي، چې افغانستان ددې سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ته ضرورت لري.

د افغانستان په اړه دغه ځانګړې ناسته چې د سعودي عربستان په غوښتنه رابلل شوې ټاکل شوې ده نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې دائره شي، د اسلامي هېوادونو ترڅنګ د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې ترڅنګ یو شمېر نور هېوادونه هم په کې برخه واخلي.

په بشري چارو کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د عمومي منشي مرستیال طارق علي پرون د شنبې په ورځ اسلام آباد کې وویل، چې له لسیزو جګړو، تکلیف او ناامنۍ وروسته افغانان اوس آرامۍ ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، د نړیوالې ټولنې دا ډیره مهمه ده ترڅو د بیړنیو ګامونو په پورته کولو سره دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان ولس ژغورونکو مرستو ته له خنډ پرته لاسرسی لري او بشردوستانه مرستې زیاتې شوې دي.

د نوموړي په خبره په کابل کې ددوی د بشري مرستو دفتر له مختلفو نړیوالو ټولنو سره د همغږۍ له لارې ملیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو دنده سرته رسوي.

هغه دغه راز ویلي، چې یاد سازمان له نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو سره په ګډه کار کوي ترڅو په افغانستان کې د بشري ناورین څخه د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړی.

ټاکل شوې ده چې نن د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناسته ترسره شي.

د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې دغې ناستې ته د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، برتانیې، چین، اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او یو شمېر مرسته کوونکو بنسټونو استازي هم بلل شوي دي.

افغان سیاستوال او د چارو شنونکي دغه ناسته د افغانستان لپاره دیره مهم بولي.

داچې پاکستان له یادې ناستې څخه څه غواړي په اړه یې پاکستانی خبریال طاهرخان وايي، چې پاکستان له بډایو هېوادونو څخه غواړي ترڅو له افغانستان سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی وکړي.

د اسلامي نهضت او یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلانی ددې ناستې د اهمیت په اړه وايي، ډیری اسلامي هېوادونه له افغانستان سره اړیکې نه لري، چې له دې ناستې وروسته به اسلامي هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې بیرته راژوندۍ او په ټولیزه توګه به د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام پورته کړي.

تردې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو څخه غوښتي وو ترڅو د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپيژني.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه اونۍ کې د دیني عالمانو نړیوالې ټولنې د اسلامي هېوادوو له غړو هېوادونو او په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او قطر څخه د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنې ترڅنګ هغوی هڅولي ترڅو په دې سختو شرایطو کې د افغان مسلمان ولس ترڅنګ ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د اسلامی سازمان له غړو څخه د همکاری هیله مه کوی. یو خو دا هیوادونه په خپله ګدایی کوی بل د دوی اکثریت غړی افریقایی غریب مسلمان هیوادونه دی چی د الله به غضب اخته دی.

ګوم نام

هو ستاسی د پلار خبری موږ واوریدلی چی ستاسی خویندو او مندو ته یی ورکو بچو.. شررم او حیا خو تاسی نلری شکر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx