
محمدګل ديندار
مقدمه:
څرنګه چې د لوی الله (ج) په فضل او کرم او ځانګړي نصرت سره له افغانستان نه د شل کلن اشغال د تورتمونو، ظلمونو، وحشتونو او استبدادونو ټغر ټول شو، چې په دې سره زمونږ په روڼ او پر افتخاره تاریخ کې یو بل نوی د افتخار باب خلاص شو، داسې یو د افتخار باب چې دُښمن مو هم په مېړانه افتخار وکړ او تسلیم شو، لکه څرنګه مو چې د اشغال هر غشي ته سینه سپر کړې وه، همداسې به اوس له اقتصادي مشکلاتو سره هم مبارزه کوو او د خلکو په چیغو او افواهاتو پسې به نه ګرځو، په کرار کرار به قدم اخلو او یو پایداره اقتصادي نظام به جوړو چې د هیچا به پيسو او اشارو نه وي ولاړ، بلکې زمونږ د ملت په شتمنیو، مټو او مغزو ولاړ وي، داچې یو داسې نظام لاسته راغلی ده چې به نړۍ کې يي بېلګه نه ليدل کیږي، نو لږ به له صبر او زغم څخه کار اخلو او ملاتړ به يي کوو ترڅو په خپل لاس جوړ نظام ولرو کوم چې دیني، ملي او کلتوري مسایلو ته ژمن وي، داچې د افغانۍ نرخ په موقتي ډول راټیټ شوی او ټول يي په تشویش کې کړې یو نو لازمه مې وګڼله چې یو ټکو ته اشاره ورکړم ترڅو مو د ځورېدلي ولس تشویش رفع شي او ذهنونه يي ارام شي او هم هغو ټکو ته اشاره وشي کوم چې په دې برخه کې مؤثر واقع کېدای شي.
هغه عوامل چې له امله يي د افغانۍ نرخ د بهرنیو اسعارو بالخصوص ډالرو په مقابل کې مخ په ځوړ روان ده کوم دي؟ او کومې حل لارې ورته لرو؟
دا چې په دې نږدې ورځو کې افغانۍ په بازار کې زیاته شوې او تقاضا ورته کمه شوې او بهرني اسعار بالخصوص ډالر به بازار کې کم شوي او تقاضا ورته ډېره شوې چې له امله يي د افغانۍ په مقابل کې نرخونه په موقتي ډول لوړ شوي او زمونږ ولس يي په تشویش کې اچولی نو ددې لپاره چې همدا تشویش مو ختم شي او پوهه شو چې ایا افغانۍ به په دایمي ډول د بهرنیو اسعارو په مقابل کې مخ په ځوړ روانه وي او که دا موقتي ټيټوالی ده ددې پوښتنې په ځواب به هلته سم پوهه شوو چې هغه عوامل ولولو کوم چې په دې کې دخیل دي.
د لاندې عواملو له وجې کوم چې زیاتره يي لنډ مهاله عوامل دي د افغانیو نرخ د بهرنیو اسعارو بالخصوص د ډالر په مقابل کې مخ په ځوړ شوی ده:
۱: څرنګه چې تاسو به هم د رسنیو پر مټ د جیو بایډن هغه خبره چې تېره ورځ يي د سرتېرو د ايستلو په ننګه په خبرو کې وویل چې مونږ په افغانستان کې په اونۍ کې (760) ملیونه ډالر لګښت لاره اورېدلې وي، داچې دومره ډالر مصرف کېدل نو په مستقیم ډول په مارکېټ کې ډالر زیانېدل چې په دې سره ورته تقاضا کمېدله، نو اوس چې نشته خامخا به ډالر په مارکېټ کې کمیږي او تقاضا به ورته لوړېږي.
۲: په افغانستان کې د مختلفو هیوادونو سفارتونه موجود وو چې هر یوه به په بهرنیو اسعارو بالخصوص په ډالرو لګښتونه کول چې د همدې لګښتونو په وجه به خارجي اسعار په مارکېټ کې زیانېدل، اوس چې نشته نو خامخا به خارجي اسعار کمیږي او تقاضا به ورته لوړېږي.
۳: په افغانستان کې د مختلفو هیوادونو دفاتر او مؤسسات موجود وو چې لګښتونه به يي په بهرنیو اسعارو بالخصوص په ډالرو کول چې په دې سره به بهرني اسعار بالخصوص ډالر بازار ته وړاندې کېدل، اوس چې نشته نو خامخا به ډالر او نور بهرني اسعار په بازار کې کمیږي او تقاضا به ورته لوړېږي.
۴: په بهر کې مېشته افغانانو به په کال کې تقریباً نهه سوه (900) ملیونه ډالر را لېږل چې په دې سره به په بازار کې ډالر زیاتېدل او تقاضا به ورته کمېده اوس چې دا پروسه ټکنۍ شوې ده او دا پروسه خو آن لا د کورنا د ناروغۍ له راتګ سره سم ټکنۍ شوې وه، نو ددې پروسې د ټکني کېدو له امله بازار ته د تلونکو ډالرو یوه برخه کمه شوې ده چې له وجې تقاضا ورته زیاته شوې ده.
۵: داچې د ډالر نرخ په لوړېدو شو، نو له صرافانو سره فکر پیدا شو چې ګواکي ډالر نور مخ په لوړېدو ده، هر یوه کوښښ شروع کړ چې ډالر واخلي او له ځانه سره يي وساتي ترڅو يي په راتلونکي کې په لوړ نرخ وپلوري چې په دې سره د ډالرو زیاته برخه ددوی له لوري کنګل شوه چې له امله يي په بازار کې ډالر کم شول او تقاضا ورته زیاته شوه چې په وجه يي د ډالر نرخ لوړ شو.
۶: داچې د ډالر نرخ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې هم په لوړېدو شو نو د ګاونډیو هیوادونو له صرافانو سره هم دا فکر پیدا شو چې ډالر واخلي او و يي ساتي داچې دوی هلته د مرکزي حکومت د کلک کنټرول له وجې داسې کارونه په اسانۍ سره نشي کولای نو په دې وجه يي له افغانستان نه د بهرنیو اسعارو بالخصوص ډالرو قاچاق پیل کړ او له ځانه سره يي وساتل چې په وجه يي د افغانستان په بازارونو کې ډالر مخ په کمېدو شول او تقاضا ورته زیاته شوه.
۷: څرنګه چې بعضې ګاونډیو هیوادونو مو له بانک جهاني نه په سود پورونه اخیستي دي چې ډالر يي اخیستي او ډالر به ورکوي، داچې د ډالر نرخ مخ په لوړېدو روان ده او دوی په دې کې ډېر زیانمن کېږي، نو دوی هم دې ته لېوالتیا لري ترڅو يي له ګاونډي هیواد څخه ډالر ور قاچاق شي او له دوی سره په دا ابتدایي نرخونو ډالر جمع شي او د قرضو نو د بیر ته ورکولو لپاره تیار له ځانه سره ډالر ولري، چې دې هم له افغانستان نه د ډالرو په قاچاق کې مرسته وکړه.
۸: دا چې د افغانستان د بانک شتمني چې څه کم لس ملیارده ډالره ده او کنګل شوې ده چې په دې سره ددې بانک فعالیت د راکړې ورکړې له بهرنیو بانکونو سره په ټپه ولاړه ده او همدارنګه چې په تېر کې به د افغانستان بانک څه د پاسه یو نیم ملیارد ډالر بازار ته عرضه کول چې په دې سره به په بازار کې ډالر زیاتېدل اوس چې دا توان نه لري نو ډالر په بازار کې کم شوي دي او تقاضا ورته لوړه شوې ده چې له وجې يي د ډالر نرخ لوړ شوی ده.
۹: د مختلفو مشکلاتو او مسایلو له وجې صادرات هم په دا تېرو څو نږدې کلونو کې کم شوي چې په دې سره هم د ډالرو راتګ داخلي بازار ته ټکنی شوی ده او په بازار کې ډالر کم شوي دي.
۱۰: کله چې د افغانۍ نرخ ټيټوالی شروع کړ، نو هغه څوک (کورنۍ) چې پیسې يي په کورونو کې درلودې وډار شول او فکر يي وکړ چې افغانۍ نور خپل ارزښت له لاسه ورکوي باید له ځانه سره ونه ساتل شي نو خپلې پیسې يي بازار ته را وباسلې او په بهرنیو اسعارو يي تبدیلې کړې چې په وجه يي افغانۍ په بازار کې زیاتې شوې او بهرني اسعار له دوی سره کنګل شول.
۱۱: داچې اکثره افغانان همېشه لپاره په مسلکي لحاظ یوه شي ته فکر نه کوي او خاص په اوازو پسې ځي، حتی خاص اوازې ددوی تصمیمونه هم بدلولای شي، نو کله چې د افغانۍ د نرخ د لوېدو په اړه اوازې او ګنګو سې خپرې شوي نو دوی سمدلاسه په ناڅاپې ډول خپلې پیسې صرافیانو ته راوړې ترڅو بهرني اسعار پرې واخلي او صرافانو هم ددې فرصت نه ګټه پورته کړه او د ډالرو او نورو اسعارو نرخ يي نسبت له اصلي نرخ نه هم ورته لوړ کړ او د افغانۍ نرخ يي ورته ټيټ کړ چې په دې سره يي په ټیټ نرخ افغانۍ وپېرلې او خارجي اسعار يي په لوړ نرخ وپلورل.
۱۲: یوه اندازه د ډالر نرخ په اصلي بازار کې هم د بهرنیو اسعارو او بالخصوص د افغانۍ په مقابل کې لوړ شو چې آن د سیمې هیوادونه يي هم دېته اړ کړل چې ډالر څه ناڅه له ځانه سره جمع کړي او وې ساتي چې دې سره هم په ټوله سیمه کې په مالي بازارونو تاثیر ولوېده.
۱۳: یوڅه تاثیر سیاسي مسئلو هم اچولي چې هغه د رسمیت پېژندلو مسئلې دي که موجوده حکومت په رسمیت وپېژندل شي نو لرې نه ده چې افغانۍ به له پخواني نرخ هم لوړه شي.
که پورته عواملو ته کومو چې د افغانۍ په نرخ تاثیر اچولی فکر وکړو نو په سلو کې اویا سلنه (۷۰٪) هغه مسائیل دي چې هغه د کنټرولېدو وړ دي او لنډ مهاله دي نو ددې مسائیل د لنډ مهالوالي په وجه مونږ دې نتيجې ته رسېږو چې د افغانۍ د نرخ لوېدنه موقتي ده او بیر ته ښه کیږي نو ټول هیوادوال باید ډاډمن واوسېږي او خپل ځانونه په تشویش کې وانه چوي.
څه باید وکړل شي ترڅو اوس او همدارنګه په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي نو لاندې څو ټکي کېدای شي مؤثر تمام شي:
۱: ټول هغه دولتي جایدادونه، کورونه او کرنیزې ځمکې چې په کرایه یا په اجاره د ورکړې وړ دي، نو د یوه منظم پلان له مخې دې همدا اوس په کرایه یا اجارو ورکړل شي په داسې ډول چې پیسې دې پیشکي واخیستل شي خو د قسط وارې اجارې یا کرایي په نسبت دې ارزانه ورکړل شي ترڅو شرکتونه، کورنۍ، دفترونه او بزګران زړه ورته ښه کړي چې په دې سره به دولت ته څه ناڅه پیسې هم لاسته ور شي او افغانۍ به هم څه ناڅه له بازاره راټوله شي.
۲: یوکلن، دوه کلن یا شپږ میاشتني (Treasury Bills ) او یا درې یا څلور کلن (Bonds) دې د مرکزي بانک له خوا نه وړاندې شي او له خلکو دې قرضې پرې واخیستل شي، چې په دې سره به هم له بازاره افغانۍ را جمع شي او هم د مامور ینو د معاشونو یا نورو لګښتونو لپاره پیسې د دولت لاسته ور شي، داچې (Treasury Bills او Bonds ) د سود په طریقه د قرض اخیستل دي او دولت مو یو اسلامي نظام ده، نو ددې بدیله لاره دې د قرض اخیستنې لپاره ولټول شي.
۳: د مالیو په راټولولو باید تمرکز وشي چې په دې سره هم یو څه پیسې په همداسې بېړنیو حالاتو او وختونو کې له بازاره راټولېږي چې د دولت لاسته هم یوڅه بودیجه ورځي.
۴: د لویو او وړو پروژو قراردادونه باید له شرکتونو سره لاسلیک شي هغه پروژې چې کارونه يي څو میاشتې وروسته شروع کیږي خو له دوی څخه باید اوس نغدي تضمینونه واخیستل شي چې په دې سره به هم څه ناڅه پیسې د دولت لاسته ور شي او هم به له بازاره افغانۍ څه نا څه راټولې شي، د پروژو د قراردادونو نرخونه، د موادو او کار کیفیت او نور اړونده مسائیل چې اوس مهال سم د پیشبیني وړ نه وي هغه دې د کار د شروع وخت یا راتلونکي وخت تجدید نظر ته پاتې شي او یا که په دې برخه کې په مسلکي لحاظ کافي تجربه او پیشبیني موجوده وي نو کامل قراردادونه دي له مکملو شرایطو سره له قرارداد یانو سره لاسلیک شي.
۵: ټول لوی تجاران څوک چې واردات کوي هغه دې لېسټ شي او له مرکزي بانک سره دې ډالري حسابونه ورته پرانیستل شي او مرکزي بانک دې خاص دوی ته ډالر او بهرني اسعار ورکوي هغه هم د وارداتو د بیل مطابق نور دې په بازار کې له صرافانو څخه ټوله شتمني ثبت شي او د حوالو کاروباریانو ته دې هم د حوالاتو اندازه او معیارونه وټاکل شي او په دوی دې د ډېرو پیسو د حوالې کولو بندیز ولږول شي ځکه لوی تجاران خو به هسې نه هم له مرکزي بانک سره حساب او کتاب لري او د پیسو لېږد به يي د مرکزي بانک تر څارنې لاندې وي ګر که ددې ونډیو له لارې يي هم حواله کوي.
۶: د ډالرو له قاچاق څخه دې مخنیوی وشي هغه په دې ډول چې موجوده نظام دې اعلان ورکړي چې که له چا سره په سرحداتو کې په زیاته اندازه ډالر یا کوم نور بهرني اسعار به غیر د ګاونډیو هیوادونو له اسعارو ګېر شول نو ضبط کیږي او له عاملینو سره جدي چلند کیږي او همدارنګه څوک چې مثلاْ له شل زره ډالرو زیاتې پیسې ولري هغه يي باید په بانک کې وساتي که له چا سره یا د چا په کور کې له دې څخه زیات ډالر پیدا شول نو ضبط کیږي او له دوی سره قانوني چلند کیږي چې په دې برخه کې دې استخباراتي کسان وګومارل شي په چا یا کوم کور يي چې شک راځي نو په هغوی دې چاپه اچوي که پیسې ورسره ګېر شوې نو د مخکېني اعلان د متن له مخې دې ټولې ترېنه ضبط کوي.
۷: ټولو صرافانو ته باید حکم وشي ترڅو هر یو له مرکزي بانک سره ډالري حساب پرانیزي او خپل بهرني اسعار له مرکزي بانک سره په خپلو حسابونو کې وساتي او اعلان ورته وشي که په صرافیانو کې مو داسې پیسې پیدا شوې چې هغه بهرني اسعار وو او له مرکزي بانک څخه پټ ساتل شوي و نو ضبط کیږي او همدارنګه دې صرافانو ته هدایت وشي چې که چېرې تاسې له یوې مشخصې اندازې زیاتې پیسې غواړئ او له مرکزي بانک څخه یې باسئ باید مرکزي بانک ته د پیسو د اخيستلو او چېرته تادیه کولو شواهد له ځانه سره ولرئ.
۸: دولت باید هغه خدمتي ادارات چې ملت يي د یوه چوپړ یا کار په بدل کې پیسې تادیه کوي لکه د پاسپورټ ریاست او نور فعاله کړي او فعالیتونه يي جاري وساتي ترڅو هم دولت ته عواید لاړ شي او هم له ملت څخه افغانۍ را جمع شي.
۹: دولت باید تر حده زیات کوښښ وکړي ترڅو صادراتي او وارداتي بندرونه یا لارې خلاصې وساتي ترڅو د صادراتو په مقابل کې خارجي اسعار لاسته راشي او هم باید د صادراتو او وارداتو بیلانس ته توجو وشي.
۱۰: دولت باید په داسې حالاتو کې په شرکتونو، د موټرو په چلوونکو، د پاسپورټ په خاوندانو او نورو ټولو هغو خلکو غږ وکړي څوک چې د دولت شغلي او نور جوازونه لري چې خپل قانوني اسناد یا جوازونه تمدید کړي که کوم ډیر جریمه شوي وي جریمې دې یوڅه ورته معاف کړي او نور سهولتونه ورته برابر کړي ترڅو دوی تشویق شي خپل لازم اسناد تمدید کړي چې په دې سره به هم دولت ته عواید لاسته راشي او هم به یوڅه اندازه افغانۍ له بازاره راټولې شي او تقاضا به ورته ډېره شي.
۱۱: دولت باید په داسې حالاتو کې د یوه منظم پلان له مخې ښارګوټي او کورونه برسي کړي، کوم کورونه او ښارګوټي چې د قبالو د ورکړې وړ وي هغوی ته لازم سهولتونه برابر کړي او حکم ورته وکړي چې باید شرعي قبالې واخلي. په دې سره به هم یوڅه اندازه افغانۍ له بازاره راټولې شي او هم به دولت ته عواید لاسته ور شي.
نوټ: د پورته متن په یوه برخه کې چې ذکر شول چې مرکزي بانک باید لویو تجارانو او صرافانو ته حسابونه پرانیزي نو داچې ددوی کار باید بغیر له کوم خنډ او ځنډ څخه اجراء شي نو مرکزي بانک ورته باید یو ځانګړی صراف کښې نوي یا ځانګړی دفتر ورته پرانیزي ترڅو ددوی کارونه بغیر له کوم انتظار ترسره شي یا دې تا مسؤولیت کوم خصوصي بانک ته وسپارل شي.