نظــر

د حمدالله محب کینه او حسد

احمد ظاهر وحدت

زموږ پخواني سیاسیون لا هم د روانو سیاسي حالاتو پۀ اړه پۀ خپلو کې سره وېشلي، رنګارنګ او متنوع خیالات او نظریات لري!

څو ورځې وړاندې پخواني ولسمشر کرزي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د تېر مفسد نظام مشر غني چې د توقع خلاف له هېواده پښې سپکې کړي، نظام او حکومتي بنسټونه سره وپاشل شول، خلک وارخطاء او پۀ مرکز کابل کې د دولتي تأسیساتو چور او تالان پیل شو، طالبان چې د کابل پۀ دروازو کې ؤ، نۀ غوښتل چې کابل ته را ننوځي، ځکه د دوحې پۀ مذاکراتو کې دوی د نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې، کابل ته به زموږ وسله وال نه داخلېږي، خو ما ترې وغوښتل چې د واک تشه را منځ ته شوې ده، غني او ورسره ګڼ شمیر دده لوړپوړي چارواکي له هېواده بې مسؤلیته وتلي دي او د کابل پۀ مختلفو ځایونو کې د لوټمار او چور خبرونه را رسیږي، باید راشئ او مسؤولیت واخلئ!

وړمه ورځ بیا پۀ تېر مفسد نظام کې د غني یو ډېر معتمد او کلیدي کس حمدالله محب بیا بل ډول خبرې وکړې، نوموړي چې د ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل چې، طالبانو هغه ژمنه ماته کړه چې ویلې یې ؤ چې موږ به وسله وال کابل ته نه ننوځو، خو دوی کابل ته را ننوتل او بالاخره نظام ړنګ او سره وپاشل شو.

د چارو سیاسي شننونکي وایي: د کرزي هدف دا و چې امریکا او نړیوال باید پوه شي چې طالبان د زور له لارې کابل ته ندي داخل شوي، بلکه اړ شول چې پۀ کابل کې د دولتي املاکو او ولسونو د چور او تالان مخه ونیسي، کرزی پدې سره غواړي امریکا ته ډاډ ورکړي چې د هېواد د ملي پیسو کنګلول ناسم کار دی او دا چې امریکا دا اعتراض کوي چې ګویا دوی ځکه د افغانانو پۀ امریکا کې ساتل شوي په میلیاردنو ډالر کنګل کړل چې وسله وال طالبان پۀ زور کابل ته ننوتل او نظام یې ړنګ کړ، دا شننونکي وایي چې د محب مقصد له دغو ادعا څخه دا دی چې نړیوالو پۀ تېره امریکا ته داسې ذهنیت ورکړي چې باید لا هم د افغانانو اوسنی حکومت په رسمیت ونه پېژنې او پۀ امریکا کې کنګل شوې پیسې افغانانو ته ور نۀ کړي، تر څو له دې لارې د افغانستان اسلامي امارت سره خپله عقده او ضد وښي او لا هم د دښمنۍ په مورچل کې خلکو ته ځان ناست ور وپېژني, خو محب باید پوه شي چې افغانان اوس بیخي لوړ سیاسي بصیرت لري، دوی اوس خورا لوړ سیاسي بلوغ ته رسیدلي دي چې ستاسو چلونه او د نورو لپاره چوپړ او خدمات درک کړلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

 خو محب باید پوه شي چې افغانان اوس بیخي لوړ سیاسي بصیرت لري، دوی اوس خورا لوړ سیاسي بلوغ ته رسیدلي دي چې ستاسو چلونه او د نورو لپاره چوپړ او خدمات درک کړلی شي. تاسې ته په ټول درناوي، خو تاسې به د عمرانخان خبرې چې متقي هم هلته ناست وو او د قريشي خبرې به مو هم اورېدلي وي. که تاسې د ولسمشر کرزي غبرګونونه په ټولو سايټونو کې راواخلئ، نو درته به پته ولګيږي. تاسې د لوړ سياسي بلوغ خبره کوئ، خو داسې انګېرنه او اټکلونه کيږي چې طالبان او نړيواله ټولنه لا تر اوسه يو ګډ… نور لوستل »

غمی،پښتین

احمد ظاهر وحدت صاحب،
اوسنی رژیم بادار پاکستان،او پخوانی رژیم بادار امریکا وه.
بادارن هیچ وخت خپل غلام ته غوږ نه نیسی،بادارن هر وخت خپله فیصلی کوی، د تیر رژیم تګ ،او د نوی رژیم راتګ د ټول د بادارنو په خوښه وه،غلامان به فقط اډر تعقیب کوی ،نور هیڅ حق نه لری،

غ. حضرت

د پورته لیکنی ( تحلیل) د څرنګوالی په هکله نظر نلرم خو ګومان کوم په لیکنه کی د اشرف غنی او کرزی په نومونو کی تعویضی اشتباه را منځته سوې ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx