روغتیا

ایران کې د اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه ثبت شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ایران روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د یکشنبې په ورځ د کووید-۱۹ ناروغۍ اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران روغتیا وزارت مرستیال مشر کمال حیدري یوه دولتي تلویزون ته ویلي چې په اومیکرون بڼې اخته شوی د منځني عمر یو کس دی چې په تېره نږدې کې له عربي اماراتو څخه ایران ته راغلی دی.

هغه وایي، «دا د اومیکرون بڼې لومړۍ قضیه ده چې د ایران په پلازمینه تهران کې ثبت شوه، خو اغیزمن او ورسره هغه کسان چې نوموړي سره په تماس کې وو د قرنطین کولو لپاره لازمي تدابیر نېول شوي دي».

د ایران روغتیا وزارت وایي چې په ایران کې له کرونا ویروس څخه د مړو شمېر له ۱۳۱ زره پورته دی، په داسې حال کې چې 1968 نور کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. دا د منځني ختیځ تر ټولو زیات اغیزمن شوی هېواد دی.

ددغې هېواد له 85 ملیونه نفوس څخه یې 50 ملیونه خلک لږ تر لږه دوه دوزه واکسین شوي دي، خو د اومیکرون مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت له خلکو د واکسینو دریم دوز لګولو غوښتنه کړې ده.

د 2020م کال په فبروري میاشت کې کله چې په ایران کې دغه ویروس په پراخه کچه خپور شو، د خلکو د تګ راتګ له کبله افغانستان ته هم انتقال شو چې تر دې دمه یې دغه هېواد کې له 7 زرو زیات کسان مړه کړي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي وو چې په دغه هېواد کې د اومیکرون بڼې مثبتې پېښې نه دي موندلي شوي، خو د ځینو روغتونونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د یادې بڼې د مخنیوي بشپړ وسایط نه لري.

بل لوري ته تېره اونۍ د پاکستان په سند ایالت کې هم د اومیکرون بڼې د لومړۍ پېښې راپورونه ورکړل شوي وو، چې افغانستان ته هم له ګاونډیو هېوادونو څخه دغه بڼه انتقالېدلی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې د اومیکرون کرونا بڼه د نړۍ نږدې په 90 ایالتونو کې خپره شوې ده چې تر ټولو زیات برتانیا او هالنډ هېوادونه اغیزمن شوي چې یو شمېر محدودیتونه یې لګولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx