شعـــــرونه

څومره وې خوږې د انقلاب کیسې/ عمر صديق

عمر صديق

څومره وې خوږې د انقلاب کیسې
هاغه د حجرې او د کتاب کيسې

څومره له خوند ډکې د تشکيل شیبې
کړې به مو د جنګ او د ثواب کیسې

کړنګ د تور راکټ او د ثقیل پیر
کړې به ی رانه هېرې د رباب کیسې

ژوند د طالبۍ او د حجــرې و خوږ
ها د انجمن او د محـراب کیسې

غم کې به خوشحال وو طالبي وله
یو له بله سوال او د جواب کیسې

دور د مستۍ او د شوخۍ ولو
یاد مې ماشومتوبه ستا د باب کیسې

ډیرې خاطرې له خپله ژوند لرم
پروتي مې په زړه دي بې حساب کیسې

يم عمر صدیق په سپین حبیب عاشق
کړمه د سپین مخ او د مهتاب کیسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx