افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د «او آی سي» په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له وزیرانو او استازو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د اوولسمې ځانګړې ناستې په څنډه کې د ترکیې، ایران او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو او معینانو او ټولنو له استازو لیدلي او په اړونده موضوعاتو یې خبرې او بحثونه کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو سره په لیدنه کې دواړو لورو په دیپلوماتیکو اړیکو او ګډو همکاریو خبرې کړي او افغانستان ته یې د ترکي سوداګرو او کمپنیو د راتګ په هکله هم بحثونه کړي دي، چې ترکي لوري ته پوره ډاډ ورکړل شوی دی.

ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان سره هم د لیدنې پرمهال د افغانستان په امنیتي او بشري وضعیت سربیره د خپلمنځي سوداګریزو او سیاسي اړیکو په هکله هم خبرې کړي او بحثونه کړي دي.

په یو جلا ټویټ کې بلخي ویلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین حاجي وفاء سره د لیدنې په ترڅ کې په وروستیو کې افغانستان سره ددغه هېواد د بشري مرستو څخه مننې ترڅنګ په د سوداګریو او سیاسي اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړي. په دغه مهال د ترکمنستان مرستیال وزیر د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړې ناسته د افغانستان لپاره یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه وبلله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند بلخي دغه راز خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «مارټن ګریفټ» سره هم لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو څخه د پخوانیو مرستو له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه کړه څو د پخوانیو او اوسنیو پروژو د تطبیق لپاره د عاجلو بشري مرستو ترڅنګ انکشافي مرستې هم راجلبولو سربیره د افغانستان د بانکي سیستم څخه د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال لخوا د همکارۍ ژمنه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې څخه مخکې هم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان او اندونیزیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ټولنو له استازو سره ناستې کړي او هغوی یې افغانستان کې د بشري ناورین څخه د مخنیوي لپاره بشري مرستو ته هڅولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خیټور نباید لدی ورسته داسو غونډو ته ولیږل شی. په بین المللی غونډو کی ټوکی ټکارې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف خبره ده. امارتوال باید خپلو مشرانو ته دیپلوماتیک ورکشاپونه دایر کړی هغوی ته دی پوه ورکړی چی په کنفرانسونو، ملاقاتونو کی څنګه خبری وکړی، څنګه کشینی او څنګه وعظ وکړی. نه دا چی هم ځان وشرموی او هم ټول افغانان. الله د مونږه ته زده کړه او هدایت نصیب کړی.

طاهر ثابت

دغنو ملاتړان او پرونی خس وملخ نن سبا دیپلوماتان سوی او په ملا متقی هم اعتراضونه کوی. پریږدی چه طالبان دپرونو پروتوکلو ملا ماته کړی او دنوی دیپلوماسی لپاره تهدابونه کیږدی.

اسلام زنده باد

هم د لورو زده کرو وزیر او هم خارجه وزیر چی تر اوسه یی فعالیت معلومیژی ناکام دی. نه یوازی ناکام بلکی د طالبانو لپاره د عام اولس په سترګو کی د نفرت ااغزی دی. طالبان دی کوشش وکری دغه دوه وزیره چی تر اوسه یی خبری کری او ملی هم نه شکاری بی صلاحیته کری. کوچنی د دوی د استعداد مطابق چی شرعا یی هم غاری نشی بندی نوری دندی ورکری. شاید نور مقامو کی مثبت تمام شی خو دلته ناکام دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x