اسراييل له غزې خپل ځمکنی پوځ بېرته وربولي

نن ټکی اسیا(سې شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳:) اسراييلي پوځ وايي، چې له غزې خپل ځمکنی پوځ بېرته وربولي او دغه عسکر به د غزې سرحد ته څېرمه په دفاعي پوستو کې ځای پر ځای کيږي.

د اسراييلي پوځ وياند ډګروال پيټر لرنر وايي، چې د دوی عسکر به د اسراييلو دفاعي ځايونو کې ځای پر ځای کيږي او د اسراييلو د امنيت لپاره به کار کوي.

اسراييلي پوځ وايي، چې دوی غزه کې خپلې پوځي موخې ترلاسه کړي او بېرته خپلو ځايونو ته ځي، مګر یو شمېر اسراييلي او عربي رسنۍ وايي، چې

اسراييلي پوځ غزه کې داسې مقاومت سره مخ شو، چې دوی يې تمه نه کوله او د قسام له لوري ورته درنه مرګ ژوبله واوښته.

اسراييلو فکر کاوه، چې دوی به له هر ډول مرګ ژوبلې پرته غزه کې خپل پوځي عمليات وکړي، مګر د قسام له لوري له يو شمېر پوځي تکتيکونو څخه د کار اخيستو له ا مله اسراييلي پوځ ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

اسراييلي چارواکي وايي، چې تر اوسه د حماس د پوځي څانګې «قسام» په بريدونو کې ۶۷ اسراييليان وژل شوي، چې ۶۴ پکې پوځيان او درې تنه يې ولسي وګړي دي.

پرون دوشنبه حکومت او فلسطيني مقاومت دواړو منلې وه، چې غزه کې به د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند عملي کوي.

د اسراييلو د لومړي وزير وياند أفير جندلمان په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې دوی حماس سره د ۷۲ ساعتو اوبند لپاره تيار دي.

بل پلو د حماس وياند سمیع ابو زهير هم مصري چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې اسراييلو سره ۷۲ ساعتونو لپاره اوبند ته تيار دي.

اسراييلو د تېرې جون مياشتې د ۷مې نېټې راهيسې پر غزه د خپلو ترهګريزو بريدونو او بمباريو په ترڅ کې ۱۸۶۷ فلسطينيان شهيدان کړي او ۹۴۷۰ کسان پکې ټپيان شوي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

بل پلو اسراييلي چارواکي وايي، چې د قسام په بريدونو او چاودنو کې ۶۷ اسرييليان وژل شوي، چې ۶۴ يې پوځيان دي او ۱۰۰۸ تنه پکې ټپيان شوي، چې ۶۵۱ پکې عسکر دي او ۳۵۷ پکې ولسي وګړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د