نظــر

وزیر صاحب؛ عفوه تر دې زیات زغم غواړي!

استاد محمد زمان مزمل

وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ.
بې مقدمې باید ووایم چې طالب مشرانو په تېره امیرالمؤمنین تر ټولو زړور ابتکار وکړ چې د کابل د سقوط په مهال یې د سقوط سره جوښت د نیمې پېړۍ اخته او دښمنو افغانانو ته د طالب لخوا عفوه اعلان کړه.

همدغسې دغه عزیز ملت په خپل تاریخ کې د اول ځل لپاره په هغه چوپ استقبال چې طالب په کابل او ولایاتو کې بې مزاحمته ومانه او طالب او ملت د فتحې دغه خواږه په خپلو کې په یوه عزتمنده طریقه مبادله کړل او د هېواد ډېر مشران چې په هغوی کې حامد کرزی او عبدالله عبدالله هم شامل ول پر دغه فتحه او د طالب پر مشرانو دا حساب وکړ چې هغوی کېدای شي دا ځل ددې کړمو، دښمنیو او تقسیم افغانانو د جوړې او پیوند لپاره د شوي اعلان مطابق هماغسې سړه خوا او خاطر هم ولري.

تر دغه ځایه چې نن په درېیمه میاشت دا تحول ولاړ دی له څه ځانګړو پېښو پرته تر ډېره حده د نورو فرض او واجب تحولونو پاتې پور پکې خلک په حساب کې لري.

دا چې پرون د امر باالمعروف نهی عن المنکر محترم وزیر صاحب د عفوې اعلان کې د هېواد خپل زاړه مخالفین په ترخه لهجه مخاطب کړل فکر کوم دا د عفوې د مفهوم او محتوا خلاف د طالب مشرانو اولنی زيګنال دی، که دغسې اظهارات بل چا کړي وای باید د وزیر صاحب لخوا هغوی ته لارښوونه شوې وه چې دا د شوې عفوې د روح او سجل نه بېرون د اسلامي امارت پر ضد د خلکو احساسات او تشویشونه راپاروي.

د عفوي له اعلان وروسته چې د ډېرو په هکله د عفوې خبر صدق هم نلري ځکه افغانان اوږده په خپلو کې جنګېدلي دي او د دوی داخلي جګړې د امریکا د راتګ لامل هم شوې.

بیاهم ددې عفوې نه وروسته په مؤقته دوره کې طالب ددې هېواد مشران دي او ټول ولس طالب غیرطالب او حتی خپل پروني دښمنان خپل خلک او خپل رعیت وګڼي د هغوی حرکت او عزت پوره خیال وساتي.

د عفوې له اعلان نه وروسته په ترخه لهجه او بیا د داسې چا مخاطب کول چې شل کاله یې آن هغه د جنګ په عروج کې طالب ته طالب ورور ویل او په یو بې اعتباره پړاو کې یې کابل تر استانبول، دهلي او تهران ښه وګاڼه.

فکر کوم دا مسله د پاتې وخت لپاره او د نورو طالب مشرانو لپاره د مکث او سوچ اساسي نقطه وي.

هیله دا ده چې د اسلامي امارت مشران ددې توان پیدا کړي چې د هغوی د فتحې او تحول لپاره چوپ او څارونکی ملت په عزت وپالي او په عزت یې ټول وساتي او دا هغه امتحان دی چې د راتلونکي ژمي نه به اوږد فرصت بل ښه فرصت نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيد الله مياني

الحمد لله الذي أذا نا من الخبث والخبائث.

اسلام زنده باد

تر ګوتو دی جار شم استاد محترم. دیر د محبت، حکمت او بصیرت خخه دکه مشوره طالبانو کرامو ته ورکوی. همیشه با عزت او آباد اوسی.

جمیل

د مزمل صیب لیکنی می مخکی هم لوستلی دی
خو دا یی ډیره نادره ده
دی وایی د افغانانو داخلی جګړه د امریکایانو د راتګ لامل سوه
یعنی امریکا د دی لپاره زمونږ هیواد اشغال کړ چی کورنی جګړه ختمه کړی
دی ته وایی شعور ، منطق او استدلال
امریکا پخپله او ټولی نړی همدا ویل چی دوی د القائده او طالبانو د له منځه وړلو لپاره راغلی
او په عمل کی هم همداسی وه
بل دا چی دا جناب پر خائن وطنفروشه کرزی مین سوی دی
هیڅ تشویش دی نکوی په آخرت کی به ورسره یوځای وی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx