نظــر

سکوت ماتول که د سقوط مخنیوى اړين وه؟

عبدالوحيد وحيد

د ماضي په تړاو ډير څه نه ليکم. ماضي د تاريخ برخه ګڼم، خو له تيرو څو ورځو راهیسې د تير نظام د سقوط په اړه ډېرو خلکو څرګندونې درلودې. هر چا هڅه وکړه ددغه ناورين له امله ځان سپين چرګ او په مخالف لوري د نظام د نسکوريدو ګند ورواچوي. د ناهيلى ځاى دادى چې دغو دوستانو له سقوط څخه وړاندي ولې خولې چوپې نيولې وې؟ اوس خو د ارګ پخوانيو واکمنانو ته په دغه تړاو وينا “پس از… زدن چهار زانو نشستن” ده او مطرحو سياستوالو ته له ورخه تيرو اوبو پسې کره ګرزول دى.

سمه ده چې د کابل د سقوط او د ولسمشر غني د تېښتې په ورځ په کابل ښار کې ګډوډي جوړه شوه، ځينې کورونو ته خپل سري وسلوال ننوتل موټرونه او سامانونه يې لوټ کړل او د ښار په مختلفو برخو کې د داړه مارانو لخوا د طالبانو له لباس څخه په ګټه اخیستنې د غلاو  پيښې رامنځته شوې. د ګډوډي دغه خبرونه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واسطه د قطر د سياسي دفتر مشرانو سره شريک شول او طالبانو ته د نظم سمبالولو مشوره ورکړل شوه.
طالبانو هم سملاسي د کابل په اطرافو کې خپلو نظامي چارواکو ته د چور او تالان د مخنيوي لپاره کورونو ته له ننوتلو پرته د ښاري امنیت د ساتلو امر وکړ.

ښه به دا وي چې ښکېل اړخونه په يو او بل باندې د پړې اچولو لوبه کې ځانونو ته د بيځايه برائت ورکولو هڅه ونکړي. دا خبره بايد جوته شي چې د نظام د نسکوريدو خبره،  پخواني ولسمشر غني، طالبانو  او سياستوالو ته نا څاپي غيرمترقبه او تصادفي پېښه نه وه. ټول پوهيدل او په رسنیو کې مکرراً د نظام د نسکوريدو خبره کيدله، مګر متأسفانه چا هم د نظام د سقوط له امله رامنځته کيدونکي سناريو او فاجعه زيږوونکی وضعیت جدي نه نيوه، د هغه مهال ارګ مېشتي چې اوس د سکوت د ماتولو خبره کوي، باید ولسمشر غني ته يې د سقوط د مخنيوي لپاره  د واک قرباني ورکولو مشوره ورکړي واى، مګر هيڅ اړخ زموږ په ولس او هيواد باندې زړه سوى ونکړ. هيچا د ملت د درد درک نه درلوده. داسې ښکاريده چې ارګ مېشتو د واک له لاسه ورکولو څخه د نظام نسکوريدلو ته ارجحيت ورکاوه.

طالبانو هم اټکل کاوه چې کابل نيولاى شي، افغانستان د شل کاله پخوا په شان هيواد دى، حکومت جوړولاى شي او سياسيونو يوازې له خليلزاد سره د ځان مطرح کولو لپاره مبارزه کوله.
د نظام د نسکوريدو پړه باید د شخړې دواړه اړخونه او قسماً اغيز لرونکو سياسي مشران   ومني. بنسټيزه ستونزه دا وه چې غني واک په هيڅ قيمت نه پريښوده. د لويې جرګې او له وخت څخه مخکې ټاکنې کول غير منطقي او په ځمکنیو واقعيتونو ولاړ وړانديز نه و، طالبان په هيڅ صورت د واک مشارکت ته تيار نه وو.
محب و امثالهم که هر څه ووايي، زه يې په خبرو باندې نه تبصره کوم او نه هم ورباندې حساب کوم. هغوى دلته را ديسانت شوي افراد وو، ولسمشر غني يې وغولاوه، خپله دنده يې ترسره کړه، جيبونه يې ډک کړل او لاړل. البته پخوانى ولسمشر کرزى او نور مطرح سياستوال خو شخصيتونه دي، احساس لري، رول لري، اغيزې لري، لوبه کوي او لاهم د هيواد د ستونزو په ختمولو کې ورته سترګې اوړي.

بربنډ واقعيت دادی چې د سقوط په ورځ د نظام د ژغورلو هڅو ګټه نه درلوده. کرزي او نورو مشرانو باید له سقوط څخه د نظام د مخنیوي هڅې د ولسواليو له سقوط څخه هم مخکې پيل کړې واى. د سقوط په ورځ خو په جنګ کې اس ته دانه ورکول ګڼل کېږي. هغوى باید دغه واقعیت لا دمخه درک کړى واى چې نظام مو په ولس کې د ريښو نه درلودلو له امله که يو ولايت سقوط وکړي، نو د نظام سقوط حتمي دى. د واک مجنونانو باید فکر کړى واى چې يوازې د واک قرباني ورکول او له خپلو ګټو تيريدل دغه نظام ژغورلاى شي.

کرزي صاحب ته مې له سقوط څخه درې میاشتې وړاندې وویل چې؛ ولسمشر غني د سولې په هکله جدي نه دى او سنجول شوى پلان نلري. ټوله توجه يې د واک په ساتنه را څرخيږي، په ژمنو ولاړ شخصيت نه دى. طالبان هم د احساساتو په دلدل سپاره دي، بشپړ واک غواړي، خپلې نيمګړتياوې نه ارزوي، په جګړه کې برلاسي هغوى ته جرئت ورکوي چې رښتونې سولې ته شا کړي.

نظام نسکوريږي او يا هم د ځینو فاسدو کړيو لخوا نړول کيږي. زموږ هېواد له داسې ناورين سره مخ کيږي چې بيا يې د مديريت وړتیا هيڅوک ونلري. تاسو په زغرده د ځان لپاره د واک غوښتنه نفى کړئ، کور په کور وګرځئ. سياسيون او قومي مخور را ټول کړئ او د نظام د بقا لپاره را پورته شئ ولس مو تر شا دريږي. متاسفانه کرزي صاحب د اوس په شان هغه مهال هم د لويې جرګې راغوښتل او يا هم ټولټاکنې د ستونزې د حل لاره ګڼله. زما په اند دغه کار ناشونی او مطلقاً ناکام و، ځکه چې د دوه ځله ارګ محوري لويې جرګې پريکړې  او دوه ځله  د ناکامو ټولټاکنو ناهيلي کوونکي او جنجالي نتایج لاهم زموږ په ذهنونو کې ثبت وو.

که زه د نظام د سقوط لاملونه را لنډ کړم، نو باید ووایم چې؛
خليلزاد د نظام د نړولو لپاره د نظام بنسټ خراب کړ، طالبانو له ژور فکر کولو د ستونزو عمق ته له ننوتلو پرته په احساساتي توګه ترې لاندې باروت کيښودل، غني د واک د جنون په نشه کې حواس بايللي وه د ارزولو او څیړلو وړتیا يې سلب شوې وه. د ارګ پيراشوټيانو باروتو ته اور ورته کړ او سياستوال د خپل ځان د مطرح کیدو غم په سر اخيستى و نو نظام ونړيده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمادالدین پژمان

زما په اند خو نظام همداسې بنسټیز بدلون ته اړتیا درلوده، که نه ټول عمر به مو په جګړو کې تیریده. اندونه دومره متفاوت ؤؤ چې یو کار یوه لوري خپله ۱۷ کلنه لاس ته راوړنه بلله او بل لوري پر ځان د جهاد د فرضیت دلیل. نو اوس نظام یو طرفه شو، د نورو له اغیز تر ډيره خلاص شو، د استقلال او پر ځان بساینې په لور لومړني ګامونه اخلي. اوس که نظام تقویه شي د افغانستان د ټولو بدبختیو د پای ته رسیدا لامل کیدای شي. اوس الحمد الله ټول افغانان من حیث افغان مطرح دي او… نور لوستل »

وحيد

دا جدا بحث دى چې دواړو خواوو واک سره کرښه ګڼله. دواړه اړخونو سوله د واک د واک ساتلو او ترلاسه کولو پورې تړله. سوله له اوسني ناورين څخه د نجات او د تيښتې له بدنامي څخه د پخوانیو چارواکو د خلاصيدو ښه بديل وو، خو موږ اوس د عمل انجام شده په جريان کې قرار لرو. په تير وخت باندي بحث د وخت زيان دى. موږ د نړولو اتلان يو خو په کى مو پرون هم بايللى نن هم او سبا يې هم بايلو. که موږ موږ نړولو ته بانې جوړوو نو بانې ډېرې دى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx