افغانستان

هرات: د يوې اوونۍ ترافیکي پېښو سلګونه تنه ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): د هرات ولایت د مرکزي شفاخاني مسوولین وايي چې یواځې په تېره یوه اوونۍ کې په دې ولایت کې په ترافیکي پېښو کې تر لسو ډېر کسان مړه او تر دوو سوو ډېر ټپیان شوي دي.

د هرات د مرکزي شفاخاني ویاند محمد رفیق شيرزی وايي چې دوی یواځې د تېرې اوونۍ په ثبت شویو ترافیکې پېښو کې د ګڼو مرګ ـ ژوبلو شاهدان دي.
هغه وايی چې په هرات ولایت کې د تېر اوونۍ د ترافيکي پېښو په پایله کې دوولس تنه مړه او دوه سوه شل تنه نور ژوبل دی.

ویل کېږي چې په وژل شويو او ژوبل شويو کې يې ډېری مېرمنې او ماشومان دي.
د هرات په څېر په سترو ښارونو کې د ترافيکي پېښو علت تېره چلند په ګوته کېږي او ویل کېږي چې ډېرې پېښې د موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ راپیدا کېږي.

په ښارونو کې ورته پېښې ډېر د اخترونو، نوي کال او ځینو نورو مېلو او جشنونو په ورځو کې پېښېږي.

یاده دې وي چې د تېر شنبې په ورځ هم د هرات ولایت په سبزک یسیه کې د یو فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله نهه تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

تر دې وړاندې د هېواد په ختیځ کې هم د خونړیو ترافیکي پېښو خبرونه ورکړل شوي و چې نږدې اووه ویشت تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په ننګرهار کې د کابل – جلال اباد په لویه په ترافیکي پېښه کې اووه تنه او تر هغه وروسته د جلال اباد ـ تورخم په لویه لاره په شوې پېښه کې شاوخوا شل تنه ووژل شول.

همدارنګه تر هغه وړاندې د پکتیا ولایت هم د خونړۍ د ترافيکي پېښې شاهد و، چې څلور تنه پکې مړه او ګڼ نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x