افغانستان

ننګرهار کې د ۶ تنو قاتلین نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، دوه تنه هغه قاتلین یې نیولي چې په کوز کونړ(خیوې) ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي وو.

ناپېژاندو وسله والو د تیرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د کوز کونړ(خیوې) ولسوالۍ اړوند «شګې» کلي کې د مولوي ابراهیم په نوم ځايي اوسېدونکي په کور برید کې د نوموړي په ګډون د هغه د کورنۍ ۶ غړي وژلي وو.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوي کسان عبدالجمیل او محمداعظیم نومیږي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی او دا مهال ورڅخه پلټنې روانې دي.

د امنیه قومندانۍ د مسئولینو په خبره د نیول شوو قاتلینو دوسیه به د لازیاتو څیړنو په موخه ډیر ژر عدلي او قضائي ارګانونو ته وسپارل شي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ سره په ټول هېواد کې د جنايي جرمونو کچه تر ټولو ټیټې کچې راغلې او د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې په خپل ټول توان سره هڅه کوي ترڅو د جرمونو کچه صفر ته راښکته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

یا ربه توبه مو قبوله کری ، بیشکه چی ته سمیع او منتقم یی ! د ولس دعا او د بی گناهو آهونه دی قبول کرل ، بیشکه چی تول اعظمی د خیر صفات په خپل ذات کی لری ! قصه داسی ده چی د شگی په کلی کی د یوه سپین ژیری عالم چی د سترگو نظر یی له لاسه ورکری وو ، دیر غریب او بی بدو سری وو ، د زایی ووسیدونکو په شاهدی د هیس چا سره یی دشمنی نه درلوده ، او د کورنی اعضاوی یی اته کسه وو ، چی دوه لورانی یی ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x