نادري ناولده

هند کې شادوګانو انتقاما 250 سپي له پورته ځایه غورځولي او وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هند په مهاراشترا ایالت کې د حیواناتو ترمنځ یوه داسې حیرانونکې پېښه رامنځته شوې چې له مخې یې شادوګانو له سپيانو په غچ اخیستلو کې 250 سپیان له پورته ځایه غورځولي او وژلي دي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو پر اساس ویلي، دوه شادوګانو وروسته له هغه 250 سپیان له ودانیو او ونو وغورځول او ووژل چې یوه میاشت وړاندې سپیانو ددوی یو شادو مړ کړی و.

د راپور له مخې، د مهاراشترا په یوه کوچنۍ سیمه کې چې شاوخوا 5000 اوسېدونکي لري، قهرجنو شادوګان چې د سپیانو بچیان یې ووژل اوس ددغه کلي کوچني ماشومان هم ویروي او پر دوی حملې کوي.

ځایي اوسېدونکي وایي چې شادوګان کوچني سپیان نیسي، پورته ودانۍ، غر او یا ونې ته خیژوي او له هغه ځایه یې لاندې غورځوي او وژني یې. ددوی په وینا، په دغه سیمه کې یې یو سپی هم نه دی پریښی او یوازې په یوه میاشت کې یې شاوخوا 250 سپیان وژلي دي.

دوی وایي چې اوس دغه شادوګان انسانانو پسې کیږي، په ځانګړي توګه پر کوچني ماشومانو حملې کوي.

په یوه پېښه کې شادوګانو یو اته کلن ماشوم ونیوه او تر ډیره یې په ځمکه کش کړ، خو ځایي خلکو ماشوم په زخمي حالت کې وژغوره.

راپور زیاتوي چې د خلکو په زیاتو شکایتونو د ځنګلي ژوو پوهان دغې سیمې ته رسېدلي خو لا په یوه شادو نیولو هم نه دي بریالي شوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx