افغانستان

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان افغانستان ته په کلني ډول د ۴.۵ ملیارده ډالرو بشري مرستو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په خپله اوولسمه ځانګړې ناسته کې د افغانستان بشري وضعیت ته د لاسرسي لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د ۴.۵ ملیارد ډالرو مرستې په غوښتنې سره پای ته ورسېده.

د افغانستان په هکله دغه ځانګړې ناسته چې د سعودي عربستان په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب تیره ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه، د ۱۵۷ اسلامي او ۱۳ نورو هېوادونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی وو.

ناستې ته په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټن ګریفټ وویل، چې هڅه به وکړي ترڅو راتلونکي میلادي کال پورې د افغانستان لپاره په کلني ډول د ۴.۵ ملیارد ډالرو مرستو طرحه وړاندې کړي، نوموړي ټینګار وکړ چې نه یوازې بانکونه او عام ولس نقدو مرستو ته اړتیا لري، بلکې د بشري چارو نړیوالو سازمانونو لپاره هم نقدي مرستې حیاتي ارزښت لري.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې ددې ناستې کوربتوب یې کولو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ که نړیواله ټولنه تردې زیاته بې تفاوته پاتې شي، نو په خبره یې نړۍ به «ستر بشري ناورین» تجربه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان بیا وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتي امنیت او سیاسي ټیکاو لپاره د سیمې د ګټو په نظر کې نیولو سره هڅې کوي. نوموړي یوځل بیا څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت له تشکیل پرته سیاسي ټیکاو ته هیله مندي نه شي ښودلای.

په غونډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د غمیزې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې هېواد یې له افغانانو سره د خوراکي او طبي توکو مرستې کړي او لاهم هڅه کوي چې دغه مرستې زیاتې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاویش اوغلو بیا د افغانستان د اقتصادي نسکورېدو څخه د مخنیوي لپاره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي او دا کار یې د افغانستان د ټیکاو لپاره ضروري وباله.

هغه طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د ښځو حقونه په رسمیت وپيژني او ښځو ته د کارکولو حق ورکړي ترڅو ملي او بین المللي مشروعیت ته لاره ومومي.

ددې ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي غونډې ته د وینا په ترڅ کې وویل چې مونږ له یو تبلیغاتي جنګ سره مخ یو او رسنۍ په داسې حال کې د افغانستان وضعیت ناسم انځوروي چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی.

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې باید امریکايي چارواکو ته ووايي، ترڅو د افغان ولس له آزار او کمزوروي کولو څخه لاس واخلي. هغه دغه راز د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل ترڅو په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړو او ناظرو هېوادونو افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو او بشري ناورین ته په لاسرسي باندې ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx