ورزش

د افغانستان نولس کلنو لوبډله د اسیا جام په موخه عربي اماراتو ته ورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د نولس کلنو څخه کم عمره کرکټ لوبډله د یکشنبې په ورځ د راتلونکي اسیا جام په موخه عربي اماراتو ته ورسېده.

د افغانستان نولس کلنۍ لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وایي، د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله عربي اماراتو ته رسېدلې چې د یوې ورځې دمې وروسته به له رسمي سیالیو وړاندې به هلته تمرینات ترسره کړي.

عربي اماراتو ته له روانېدو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د نولس کلنو لوبغاړو سره ناسته ترسره کړه او له هغوی څخه یې د غوره کاردکردګۍ هیله څرګنده کړه.

یاده لوبډله به لومړی په اسیایي جام سیالیو کې ګډون وکړي چې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، ورپسې به له هغه ځایه په نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ انډيز ته سفر وکړي.

په اسیایي جام کې به افغان ځوانه لوبډله د دیسمبر په ۲۳مه نېټه د پاکستان پر وړاندې مخامخ شي، په داسې حال کې چې خپله دوهمه لوبه به په ۲۵مه نېټه د عربي اماراتو او د ګروپي سیالیو خپله دریمه لوبه د هند پر وړاندې په ۲۷مه نېټه ترسره کړي.

د نولس کلنو لوبډلو اسیا جام سیالۍ به د دیسمبر په ۲۳مه نېټه د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره شي او تر ۳۱مې نیټې به دوام وکړي. په یادو لوبډلو کې افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګلادیش، عربي امارات، نیپال او کویټ لوبډلې شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx