نظــر

د اسلامي همکاریو سازمان کې د اسلامي امارت دیپلوماسي ته کتنه

رحمت الله فیضان

د اسلامي همکاریو د سازمان لنډه پيژنده:
د اسلامي همکاریو سازمان چې د (OIS) په نامه یادیږي د ملګرو ملتونو له سازمان وروسته دوهم لوی نړیوال سازمان دی چې د ۵۷هیوادونو غړو په درلودو سره د اسلامي نړۍ له ګټو او نړیوالې سولې څخه د ملاتړ په موخه په ۱۹۶۹ میلادي کال کې را منځته شو.

دغه سازمان له ۱۹۶۹ میلادي کاله تر ۲۰۱۱ میلادي کالو پورې د اسلامي سازمان د کنفرانس په نامه یادیده خو له ۲۰۱۱ کال وروسته یې نوم د اسلامي همکاریو سازمان ته واوښت.

دغه سازمان په هرو دریو کلونو کې د خپلو غړیو هیوادو په پلازمینه کې غونډه کوي، په هر هیواد کې چي دا غونډه جوړه سي د دریو کالو لپاره د دې سازمان ریاست د هماغه هیواد په غاړه وي.

د اسلامي همکاریو سازمان تر اوسه په نړیواله کچه ۱۷ غونډې تر سره کړي دي چې لومړۍ غونډه یې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې په مسجد الاقصی د اورلګیدنې په اړه په مراکش کې دایره شوه او وروستنۍ غونډه یې د ۲۰۲۱ میلادي کال د دسمبر په ۱۹ مه په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه د پاکستان په پلازمنیه اسلام آباد کې دایره شوه، دې غونډې ته د غړو هیوادونو اعضاء چې افغانستان هم د همدې سازمان غړیتوب لري ور غوښتل شوي وو، د افغانستان له لوري په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي ګډون وکړ.

دغې غونډې ته د ورتګ پر مهال د هیواد بهرنیو چارو د وزیر لومړنۍ څرګندوني:
په اسلام آباد کې چې کوم د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان کنفرانس جوړیدونکی دی دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه دومره لویه غونډه جوړیږي، په دې غونډه کې به د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او د بشري مرستو په اړه به په تفصیل سره خبري کیږي.
زموږ مشخصي غوښتني به دا وي چې له دوی سره مو اړیکي نورمال شي، له افغان ولس سره د مرستو زمینه مساعده ده ترڅو اسلامي هیوادونه راشي او افغانستان کې سرمایه ګذاري وکړي، همدا راز له افغان ولس سره د مرستو په موخه د اسلامي کنفرانس په چوکاټ کې د مرستو یو وجهي صندوق جوړ شي.
زموږ هڅه به دا وي چې غونډه کې له ګډون کوونکو هیوادونو سره نیک روابط جوړ کړو او له دوی څخه وغواړو چې د ځینو نورو هیوادونو په څېر خپل سفارتونه کابل کې پرانیزي، موږ ټولې نړۍ ته اطمنان ورکوو چې اوس په افغانستان کې یو مسؤل حکومت را منځته شوی، هیڅوک نشي کولی چې د افغانستان له خاورې او هوا څخه د چا لپاره تهدید جوړ کړي، له څلویښتو کالو وروسته اسلامي امارت لومړنی حکومت دی چې په ټول هیواد تسلط لري او یو متوازن سیاست مخته وړي.

د اسلامي همکاریو له غونډې وړاندې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ځینو هیوادو د بهرنیو چارو وزارتونو له سفیرانو سره ناستي:
د هيواد د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي اميرخان متقي د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف په مشري پلاوي سره ليدنه وکړه، ناسته کي په دوه اړخيزو مسايلو ګټور بحثونه تر سره شول، ازبکستاني پلاوي په پسرلي کې د ازبکستان – افغانستان او پاکستان د رېل پټلۍ د کارونو د شروع کېدو په اړه د افغانستان وزير خارجه ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ازبکستان کې به افغانانو ته د ريل پټلۍ اړوند روزنه ورکړل شي. ازبکستاني پلاوي له خپله اړخه افغانستان سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې تر نړيوال اسلامي کنفرانس غونډې مخکي د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې آغلې ريتنو مارسوديا سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي اندونیزیا د يوه لوی اسلامي هيواد په توګه له افغانستان سره تاریخي اړيکو ته کتنه وکړه او د راتلونکې لپاره يې پر ښو اړيکو ټينګار وکړ، په دغه ناسته کې د افغانستان د اوسني واقعيتونو په رڼا کې له اندونيزيا څخه په اقتصادي، تعليمي او سياسي چارو کې د همکاريو غوښتنه وشوه.

همدا راز ښاغلي مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي ښاغلي جسپر وېیک سره وکتل. په ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان پر اوسني واقعيتونو، اقتصادي وضعيت او بشري کومکونو خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له جرمني څخه مننه وکړه چې ۶۰۰ مليونه کومک یې اعلان کړی او غوښتنه يې وکړه چې دغه کومک بايد په شفاف ډول افغانستان ته انتقال سي، د معلمانو د معاشاتو ورکولو ژمنه ژر پوره کړل شي او د افغانستان د بانکونو له لارې دا پروسه تکمیل شي.
ښاغلي متقی په اسلام اباد کې د نړيوال اسلامي کنفرانس تر غونډې مخکې د ايي سي ار سي د عمومي رئيس رابرټ مرداني او پلاوي سره وليدل. د آي سي آر سي عمومي رئيس په افغانستان کي د خپلو خدماتو او په دې وروستيو کي د نهه زره روغتيايي کارکوونکو د معاشاتو د ورکړې په اړه معلومات ورکړل.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د آي سي آر سي څخه د هغوی پر خدماتو مننه وکړه او ورته روښانه يې کړه چي افغانستان کې د سرتاسري امنيت سربېره اوس نړيوالو مؤسساتو ته ښه زمينه مساعده ده چې افغان ولس ته بشري کومکونه او خدمات ورسوي.

همدا راز د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د نورو هیواد د سفیرانو ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د پاکستان په کوربتوب او د سعودي عربستان په همکارۍ جوړيدونکې فوق العاده غونډه د افغانستان په اړه يو ښه اقدام وباله او د هغوی هڅې يې وستايلې.

همدا راز د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر چاویش اوغلو سره په لیدنه کې دواړو لورو په دیپلوماتیکو اړیکو او ګډو همکاریو خبرې وکړې او افغانستان ته یې د ترکي سوداګرو او کمپنیو د راتګ په هکله هم بحثونه وکړل.

ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ افغان پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبدالله یان سره هم د لیدنې پرمهال د افغانستان په امنیتي او بشري وضعیت سربیره د خپلمنځي سوداګریزو او سیاسي اړیکو په هکله هم خبرې او بحثونه کړي دي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «مارټن ګریفټ» سره هم لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو څخه د پخوانیو مرستو له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه څو د پخوانیو او اوسنیو پروژو د تطبیق لپاره د عاجلو بشري مرستو ترڅنګ انکشافي مرستې هم راجلبولو سربیره د افغانستان د بانکي سیستم څخه د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال لخوا ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

د اسلامي همکاریو کنفرانس ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي د وینا مهم ټکي:
لکه څنګه چې افغانستان په تاریخي لحاظ د اسلامي همکاریو د سازمان له بنسټ ایښودونکو غړو څخه دی اوس هم غواړو د اسلامي همکاریو د سازمان فعال غړي پاتی شو.
موږ چمتو یو د یوې کورنۍ د غړو په حیث د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندیښنې او مشورې واورو او ومنو چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لاره په نښه کوي.

موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسؤول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلا بېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسؤلیت ګڼو او په دې اړه مو ډیر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.
په دې ورستیو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ښځو د حقوقو په اړه یو ډیر مؤثر فرمان صادر شو چې د هغوی د حقوقو په ورکړه کې به خورا مؤثر ثابت شي.

په تأسف سره باید ووایو چې موږ لا هم د یو شمېر رسنیو د یو طرفه تبلیغاتي جنګ هدف یو، دوی د افغانستان اوسنی تصویر په ډير بد شکل نړۍ ته وړاندې کوي. حال دا چې د اګست پنځلسمې له تحول وروسته افغانستان کې سرتاسري سوله راغلې او د هیچا ژوند ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو پر بنا تهدید نه دی متوجه.

له څه باندې څلوېښت کاله بې ثباتۍ او جګړې وروسته نن هر افغان کولای شي بې له وېرې او تهدید څخه په خپل وطن کې ژوند وکړي.
واقعیت دا دی چې د اسلامي امارت په راتګ سره درې څلوېښت کلن جنګ ته د پای ټکی ایښودل شوی او څلور لسیزې وروسته په لومړي ځل جګړه ییز تلفات صفر شوي دي، د افغانستان زندانونه په لومړي ځل له سیاسي بندیانو تش شوي.

• د پخواني رژیم پنځه لکه مامورین د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د پخوا په شان خپلو دندو ته دوام ورکوي او له هیچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.

• اوسني حکومت کې د هر قوم، سمت او مذهب خلک ځان ویني او ژمن يو چې د لا پراختيا لپاره به یې د هر قوم او مذهب متخصصینو ته د کارکولو ښه زمینه برابره کړو.

• په افغانستان کې د فساد او زورواکو مخه په کلکه نیول شوېده، اداري فساد، غصب، له ملي شتمنیو نه شخصي استفاده او د قدرت جزیرې له منځه تللې دي. افغانستان وروسته له څو لسیزو په لومړي ځل متحد او په ټول هیواد حاکم نظام لري.

نوی حکومت چې په ټول هیواد بشپړ تسلط لري، د هیواد ټوله جغرافیه او ارضي تمامیت یې خوندي کړی، امنیت یې تأمین کړی او د نړۍ هیڅ هیواد ته خطر نه دی، د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري او د نړیوالې ټولنې مسؤول غړی شي.

• موږ ټولې نړۍ او په خاص ډول اسلامي هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد نه کارول کیږی او د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوو.

ټول پوهیږو چې د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده، نو بناء د ټولو مسؤولیت دی چې له رامنځته شوي ثبات سره مرسته وکړو او په سیاسي او اقتصادي ملاتړ یې تقویه کړو.

•افغانستان اوس مهال د امنیت له اړخه خورا خوندي هيواد دی، موږ هیله مند یو چې منطقوي پروژو کار زر تر زره پیل شي او د نړیوالو په مرسته پیل شوي نیمه پاته پروژې بشپړې شي.

•اوس بهرنۍ پانګونې لپاره کافي او ښه فرصتونه شتون لري موږ له نړیوالو او په خاص ډول د اسلامي هیوادونو له پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو. د ډاډمن امنیت په پایله کې اوس افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په مرکز بدلېدلای شي.

•په داسې حال کې چې ولس مو جګړو، وچکالۍ د کووید ۱۹ ناروغۍ او فقر ځپلی دی، بله خوا زموږ د خلکو په ملیاردو ډالره زېرمې کنګل شوي دي، د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اسیایي بانک او نورو ادارو له خوا انکشافي پروژې او مرستې په ټپه ولاړې دي، پدې کار سره د روغتیا، معارف او عامه خدماتو سیستمونه له خطر سره مخامخ کیږي او زیان یې ولس ته اوړي.

•دا ټول موارد عاجلو حل لارو ته ضرورت لري موږ هیله لرو چې د اسلامي هیوادونو او د نړیوالو مرستندویه مؤسسو په مرسته یې په شریکه حل کړو.

موږ په لنډ مهال کې عاجلو مرستو ته اړتیا لرو او هیواد وال مو تر اجناسو نغدو پیسو ته ډیره اړتیالري چې هم د پیسو ( افغانیو) ارزښت وساتل شي او هم خپل اصلي ضرورتونه پرې پوره کړي، له نېکه مرغه چې افغانستان اوس د یوه مسوول، له فساد څخه پاک او متعهد حکومت لرونکی دی، چې دا به په راتلونکي کې افغانان له ستونزو څخه خلاص کړي. له دې کبله چې تحول تازه راغلی او موږ له غیر عادلانه بندیزونو سره مخ یو، زموږ خلک ستاسې کومک ته اړتیا لري.

•د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي او د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړي د‌دې زيان افغان ولس ته رسېږي او د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سر غړونه ده دا به له يوه ولس سره دښمني وګڼل شي.

موږ د دې ستر مجلس له ګډونوالو هيله کوو چې له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چې د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه نه دي. دا کار زموږ د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي. دا ډول کړنې د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د مهاجرتونو لړۍ پراخوي چې منفي اثرات یې ټولې نړۍ ته رسیږي.

•موږ د اسلامي همکاریو سازمان پر هغو غړو چې دا مهال یې په کابل کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه ځنډولي دي غږ کوو چې خپل سفارتونه بيرته پرانیزي، موږ به یې د دوست هیواد په حیث هرکلی وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

دا غونده شوه چی جوره شوه سو ګتی یی وکری. لمری: اسلامی هیوادونه وهسول شول چی د افغانستان سره کمک وکری. دوهم: کیدایشی د افغانستان په رسمیت پیژندلو کی یوه کمه اندازه مرسته وکری. دریم: د پاکستان دوشمنی، دوه مخی توب او د طالبانو سره یی منافقت د ورایه معلوم شو چی هم یی افغانستان کی داعش زان او نری ته خطر وباله او هم یی افغانان د د انجینو د زده کرو مخالف اولس معرفی کرل. سلورم: طالبانو ته د خپل لیژل شوی هییت کمزوری هم معلومه شول، چی متقی نه د عمران خان خبری جواب کری، بی زایه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx