دیني، سیرت او تاریخ

د ناخوالو سبب زه یم

عبيدالله رقيب

ډير خفه وم، د ملت ناوړه حالات او مصیبتونه مې لوستل؛ خپل نفس مې ګویان شو، راته یې ویل: د دې ټولو مصیبتونو سبب ته یې! ته یې چې له ملته دې د اللهﷻ نصرت ګرځولی دی، ته د ټولو ناخوالو لومړنی لامل یې، ته د هغو مشکلاتو ستر باعث یې چې ملت ورنه کړېږي!.

ما ورته وويل: ای زما نفسه! زه یو غریب عاجز بنده یم، نه قدرت لرم نه منصب نو څنګه دا مشکلات زما له لاسه پېښ شول؟ زه که چاته د څه امر وکړم نه یې مني او که نصیحت ورته وکړم نه یې قبلوي نو ولي مې د ناخوالو سبب ګڼې او…

په ډېرې تیزۍ سره یې زما خبره غوڅه کړه او راته یې وویل: ستا ګناهونه دي، هماغه ګناهونه چې د چپې اوږې ملائکه یې په لیکلو ستړي او ستومان دي، ستا ګناهونه دي چې په مټ یې له اللهﷻ سره په جنګ یې… ستا بې پروايي چې په واجباتو کې یې کوې او ستا حرص چې په حرامو کې یې لرې.

ما ورته وويل: ما نو څه کړي دي چې دومره زیاتې ملامتۍ راباندې اچوې؟ او د الهي نصرت د ځنډیدو لامل دې هم زه وګڼلم؟!

راته یې وویل: ای د الله بنده! والله چې همدا اوس درته کښېنم او ستا ناوړه کړنې در شمیرم اوږده موده به یې ونه شمیرلای شم… ایا د سهار لمونځ په جماعت سره کوې؟

ماول: هو، کله کله یې په جماعت وکړم او کله کله رانه پاتي شي.
زما خبره یې ونیوه، ویل یې همدا دې ضد و نقیض کړنې دي؛ ته څنګه د حالاتو د سمون او د دښمن په وړاندې د مبارزې دعوه لرې خو د نفس په وړاندې په داسې مبارزه کې ناکام یې چې نه پکې د مال تاوان شته او نه د ځان قرباني، فقط یو څو دقیقې په دوه رکعته لمونځ باندې مصروفیت چې د اللهﷻ له لوري درباندې فرض دی او بس؟! ته څنګه د ملت د حالاتو په سمون فکر کوې او د سمون لاپې یې وهې چې دوه رکعته لمونځ جماعت ته نه شې رسولای او د رسول الله ﷺ مؤکد سنت نه شې ترسره کولای؟!

ته څنګه د ملت په حالاتو تبصرې کوې چې خپله د الله د رالیږل شوي کلام یوه برخه نه شې تلاوت کولای او د سهار اذکار نه شې لوستلی؟! څنګه د ملت په درد اظهارات کوې چې د خپلې مور او پلار حال احوال نه شې پوښتلی، د خپلوانو خپلوي نه شي پاللی؟

پسې زیاته یې کړه: ته څنګه په هیواد د شریعت نفاذ غواړې حال دا چې په ځان یې نه عملي کوې او خپله کورنۍ نه ورته دعوتوې؟ هیواد که نه ده، ځان خو دې په واک کې دی، نو ولې هغه شریعت چې په هیوادوالو یې نافذول غواړې په ځان نه نافذوې؟!

له نورو د حلال کاروبار غوښتنه لرې او خپله یې په ناحقه قسمونو، دوکو او تېر ویستلو ګټې، ته هغو خلکو ته مائل یې چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:«یحبون المال حبًا جمًا» ته دروغ وایې، دوکه کوې، وعده خلاف یې نو د سزا مستحق یې.

ما ورته وویل: د دې کارونو او د اللهﷻ د نصرت د ځنډیدو یې سره څه؟ ایا له ټول ملته یواځې زما په ګناهونو د الله کومک ځنډېدلی؟!

نفس مې راته وویل: افسوس افسوس.. نړۍ ستا غوندې میلیونونه انسانانو بدرنګه کړه.. ټول یې ستا منطق کاروي د طاعت پروا نه لري او له ګناهونو وېره نه لري، ټول همدا خبره کوي چې د ملت خیر غواړي په ملت له هرچا زیات مهربان دی؛ مګر تریخ حقیقت دا دی چې ټول سره برابر دي، پرته له یوڅو هغو چې د الله رحم ورسره مل دی.

ای د خدای بنده! ته خبر یې چې کله به د صحابه کرامو نه د اللهﷻ کومک وځنډید نو باور به یې شو چې په صف کې یې یو ګناهګار انسان شته نو ستا په هغه امت څه خیال دی چې له مشره تر کشره له مسؤله تر رعیته ټول په ګماهونو کې نښتي دي… ایا دا ولسونه د همدغو ناخوالو وړ نه دي؟!

د سترګو اوښکې مې په مخ باندې را ورغړیدې، تر ننه مې هیڅ فکر نه و کړی چې همدا زه به هغه شخص یم چې په سبب یې له دې ملته د الله نصرت ګرځول شوی… حال دا چې له الله سره مینه لرم، له رسول الله ﷺ سره یې مینه لرم او له دې ملت سره هم مینه لرم… هیڅ فکر مې نه و کړی چې زه د زرګونه مؤمنانو په وینه تویولو کې شریک یم… په نورو باندې ملامتي راته ډیره اسانه وه، په واکمنو، په مسؤلینو وزیرانو او رئیسانو مې ډېر په کلکه نیوکې کولې مګر هیڅکله مې خپل عیب ته کتلي نه وو خپلې غلطیانې مې کتلې نه وې… د الله تعالی په دې فرمان مې فکر نه و کړی چې فرمایې:« إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم »
نو مې له ځان سره وویل:«الله لره لویه ستاینه ده چې ماته یې ملامتوونکی نفس راکړی، د دغسې نفس په څېر نفس باندې الله قسم یاد کړی او فرمایلي یې دي «وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ».

زما ځانه راته وایه! ستا نصیحت په سر سترګو منم…
راته یې وویل: له ځانه یې پیل کړه، فرائضو ته پابند اوسه، پنځه وخته لمونځ په خپل وخت کوه، د خپل مال زکات پوره اداء کوه، خیال کوه چې مور او پلار ازار نه کړې، الله ته په مسنونو اعمالو سره ځان محبوب کړه، د الله د قربت هیڅ فرصت له لاسه مه ورکوه هرڅومره وړه نیکي چې وي کوه یې، یاد ساته چې د مؤمن په وړاندې ستا مسکا هم صدقه ده، الله پرې ثوابونه درکوي، داسې مه کوه چې نور نیکیو ته رابولې او خپله ورنه مخ اړوې، نورو ته چې د شریعت د نفاذ بلنه ورکوې نو خپل ځان ورته ژوندی مثال جوړوه، تشې دعوې مه کوه، لومړی په خپل ځان او خپله کورنۍ شریعت نافذوه وروسته بیا نورو ته بلنه ورکوه، داسې مه کوه چې نور له دښمن سره جهاد ته رابولې خو خپله د خپل نفس په وړاندې شکست خوړلی پروت یې، له مسؤلیت نه د تېښتې په پلمه په نورو ملامتي مه اچوه، بلکې خپل ځان اصلاح کړه نور به له تا څخه په تأثر باندې اصلاح شي، د هرې نېکۍ په میدان کې بېلګه شه.. که ته خپل وخت د نورو په نقدولو تیروې نو له دې کاره لاس واخله نیوکې کوونکي بیخي زیات دي ته یې له ځانه پیل کړه، د ځان له اصلاح وروسته په الله توکل وکړه په ډیر صداقت الله ته سوال وکړه چې له تا او ستا له ملګرو او له ټولو هغو مؤمنانو سره کومک وکړي چې ستاسو په لاره روان دي، بیابه تاسو د الله د هغو بندګانو له ټولي ځینې یاست چې الله تعالی یې په اړه فرمایې:« إن تنصروا الله ينصركم ويثبت أقداكم» که تاسي د الله (د دین) مرسته وکړئ الله به ستاسي مرسته وکړي او قدمونه به مو مضبوط کړي.
او پوه شه هره ګناه چې ته یې کوې او هر طاعت چې ته یې پریږدې د مسلمانو په وینو تویلو کې پوره ونډه لري…

سر مې را پورته کړ د افسوس اوښکې مې له مخه پاکې کړې او د ټولو ترسره کړیو ګناهونو په اړه مې استغفار وویل…

الله ته مې سوال وکړ چې «یا اللهﷻ تاته مې توبه ده… تاته توبه ګار یم، کړي ګناهونه راته وبښې بیابه ناوړه کارونه نه کوم.
بیا مې د ژوند نوې پاڼه پرانیسته، د شپې په نیمایې کې له خوبه پاڅیدم دوه رکعته لمونځ مې وکړ ، الله ته مې سوال وکړ چې خپل فضل او کرم راباندې دائم کړې او د تل لپاره مې له بدیو وساتي.

یادونه: که مسلمانان ځانونه اصلاح کړي او الله ته راوګرځي نو دښمنان به یې هیڅکله ذلیل نه کړي. مګر ذلت اوس زموږ لپاره عادي کیسه ده.. موږ د ګناهونو په وړاندې ذلیل یو، د ناچیزه او ژر ختمیدونکو شهوتونو په وړاندې ذلیل یو، د نفس په وړاندې ذلیل یو، نفسونو ګناهونو ته په مخه کړي یو، سپکو کارونو ته مو مجبوروي، شیطان راباندې مسلط دی، سره له دې چې الله تعالی فرمایي:«إن كيده كان ضعيفاً» بې شکه د شیطان فریبونه ضعیف دي. خو ضعیف د هغه چا په وړاندې چې له شیطان سره د مقابلې اراده لري، د شیطان خبرې نه مني، مګر په ذلیلو خلکو شیطان قوي دی هغه خلک چې ناوړه شهوتونو په مخه کړي وي.. خو زموږ عزائم له الله نه د لریتوب په سبب ضعیف دي.

کله چې موږ د نفس او شیطان په وړاندې ذلیل یو نو څه بعیده ده چې د دښمن په وړاندې هم مات او ذلیل یو… څوک چې خپل نفس تر خپل تاثیر لاندې نشي راوستلای هغوی به په دښمنانو څه تاثیر ولري؟!

الله تعالی فرمایې:«إن تنصروا الله ينصركم ويثبت أقدامكم» که تاسي د الله کومک وکړئ الله به ستاسي کومک وکړي. د الله کومک د الله د دین سره کومک دی.
الله تعالی فرمایې:« انا لننصر رسلنا والذین آمنوا» موږ د خپلو رسولانو او د هغو خلکو مرسته کوو چې ایمان یې راوړی.
نو ایمان د الله د کومک لپاره شرط دی.
«ان ینصرکم الله فلا غالب لکم» که الله مو مرسته وکړي بیابه هیڅوک درباندې پیاوړی نه شي.
«من یتوکل علی الله فهو حسبه» څوک چې په الله توکل وکړي نو الله ورلره په ټولو چارو کې کافي دی.

واقعي اسلحه ایماني اسلحه ده، چې له دنیوي تیارۍ سره مله وي، نن که له مسلمانو سره مادي اسلحه شته ایا ایماني اسلحه هم لري؟
الله تعالی فرمایې:«کم من فئة قلیلة غلبت فئةً کثیرة باذن الله والله مع الصابرین».

د الله په اراده ډیر واړه ټولي په سترو ټولیو غالبه شوي دي او الله د صابرانو مل دی.
حقیقي اسلحه ایمان او تقوا ده؛ الله تعالی فرمایې:«وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا» څوک چې له الله وېره لري الله د خلاصون لاره ورته جوړوي؛ له هرې تنګۍ نه خلاصون، له نفس اماره نه د خلاصون، له دنیوي شهواتو د خلاصون او له ټولو دښمنانو د خلاصون لاره ورته برابروي.

قدسي حدیث فرمایې:«من عادی لي ولیا فقد آذنته بالحرب» الله تعالی فرمایي څوک چې زما د دوست سره په جنګ شي زه له هغه نفر سره د جنګ اعلان کوم یعنې ضرور به د هغه په مقابل کې د خپل دوست مرسته کوم. نو ایا موږ د الله دوستي خوښه کړې ده چې الله مو مرسته وکړي؟ او که د نفس، شیطان او د الله د انساني دښمنانو په دوستۍ پسې لالهاند یو؟!
موږ به څه وخت پوهیږو چې زموږ ګناهونو زموږ د استقلال او پرمختګ مخه ډب کړې ده؟ «وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ». او څه مصیبتونه چې تاسې ته رسیدلي دي دا ستاسو د خپلو لاسونو د کړنو په سبب او الله ډیرې بښي هم.

الله تعالی فرمایې:« ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ». په وچه او دریابونو کې د خلکو د کړنو په سبب فساد رامنځ ته شوی دی؛ د دې لپاره چې الله دوی ته د خپلو اعمالو یو څه سزا وروڅکي ترڅو دوی بیرته د الله لوري ته راوګرځي.

الله ته راګرځېده د دنیا او آخرت د سعادت پیلیزه نقطه ده، الله ته راګرځېده د دښمنانو د شکست لومړنۍ مورچه ده، الله ته را ګرځیده د جنت د پیدا کولو او له جهنم نه د ژغورلو مهمه زینه ده.

ای مومنانو څه چې مو وویل ښه دقیق فکر ورباندې وکړئ دا د ټولو لپاره مهم درس دی.
بارک الله في الجمیع
وصلی الله تعالی و سلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

خیرونه مو نصیب سه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx