
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان(او آی سي) د بشري مرستو د همغږۍ په خاطر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ګومارلی دی.
طارق علي چې پخوا په بشري چارو کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د مشر ډاکټر ابراهیم طه مرستیال ؤ، تردې وروسته به کابل ددې سازمان د ځانګړي استازي په توګه د بشري مرستو د همغږۍ او ویش لپاره فعالیت کوي.
ددې ترڅنګ یاد سازمان په افغانستان کې د بشري ناورین څخه د مخنیوي په موخه د بشري مرستو د راټولولو یو صندوق هم جوړ کړی ترڅو له مختلفو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو څخه د افغانانو لپاره مرستې راټولې کړي.
د افغانستان په هکله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دغه ځانګړې غونډه چې د سعودي عربستان په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب تیره ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه، د ۱۵۷ اسلامي او ۱۳ نورو هېوادونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی وو او افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ.
همدا د رسميت پيژندلو اسباب دي