افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی بیرته کابل ته راورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ځانګړې ناسته کې له ګډون وروسته بیرته کابل ته راستون شوی دی.

ښاغلي متقي د کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال خپل سفر بریالی ګڼلی، ځکه په خبره یې په دغه ناسته کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د ځانګړي صندوق جوړېدو او د مرستو د همغږۍ په موخه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړې وشوې.

متقي دغه راز د عمران هغه څرګندونې چې د پخواني رژیم چارواکو باندې یې نیوکه کړې وه، د هغه خپل شخصي نظر بللی دی. نوموړي ویلي د پخواني رژیم په چارواکو د عمران څرګندونې افغانستان ته سپکاوی نه دی، ځکه خو افغان حکومت ورباندې غبرګون نه ښيي.

د افغانستان په هکله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دغه ځانګړې غونډه چې د سعودي عربستان په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب تیره ورځ په اسلام آباد کې ترسره شوه، د ۱۵۷ اسلامي او ۱۳ نورو هېوادونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی وو او افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیغیرته انسان دچا نه خوشیږی. دی خیټور افغانان وشرمول. د افسوس ځای دا دی چی هر مشر کوشش کوی چی څنګه خپله غلامی ثابته کړی.

غمی،پښتین

جوړ تازه.
د خیرات ټولولو څخه بیرته راغی،خو چه چا په کچکول کی څه ور واچول کنه؟والله که یی په دا خیراتونو شل کړی،په ټول عمر به کچکول ګرځوی،ټولی چوکی یی داسی خلکو ته ورکړی چه خپل نومونه هم نه شی لیکلی،نو داسی ملا صاحب افغانستان څنګه په پښو ودروی؟

مشوره

اول: د متقی صاحب تقریبا ۳۰ دقیقی ناوخته راتګ و غوندی ته دیر غته اشتباه وه. دوهم: د تشریفاتو د ریس فدا محمد بدری ګوشی غوژ ته نیول د دیپلوماتیک نرم خلاف عمل وو. دریم: ولی الله شاهین غت کوت چی د کابل په هوا کی اغوستل کیزی په اسلام اباد کی مناسب نه وو چ د طالبانو د نه خبرتیا د هوا سره سرګندوی. سلورم: د امیر خان متقی توکه په داسی یو کنفرانس کی مناسب نه وو. نتیجه او مشوره: طالبان باید دیپلوماتیک نرمونه او اصول زده کری، کوشش د ی وشی چی لندمهاله او مهم کورسونه د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x