نړۍ

غزه کې په ۷۲ ساعتونو اوربند هوکړه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۳ل): حماس او اسراییلو په ۷۲ ساعتونو اوربند هوکړه کړې چې د فلسطین پر وخت سهار ۸ بجې پیل شوه.

پرون هم دواړو لوریو د ۷ ساعتونو په اوربند هوکړه کړې وه خو د یو ساعت تېریدو وروسته اسراییلي یرغلګرو په غزه بمباري وکړه او څو تنه یې شهیدان کړل.
حماس له اسراییلو غوښتي چې په خپل موقف کلک ودریږي.

د حماس ویاند سامي ابوزهري ویلي چې دوی د مصر په غوښتنه د ۷۲ ساعتونو په اوربند هوکړه کړې، نوموړي زیاته کړې چې د دوی د شروطو په اړه غیرمستقیمې خبرې روانې دي.

بل پلو مصري چارواکو فرانس خبري اژانس ته ویلي چې د جګړې ټولو لوریو سره د مصر خبرو اترو دواړه لوري دې ته سره کینول چې غزې په تراډه کې ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند ومني. ده زیاته کړه چې اوربند به د سه شنبې په ورځ د فلسطین پر وخت ۸ بجې پیلیږي.

اسراییل چې د دکتور مرسي تر پرځېدو وروسته د مصر حکومت سره نیږدې اړیکې لري ویلي دوی د مصر په غوښتنه د ۳ ورځو لپاره اوربند منلی دی.

اسراییل خپل پلي ځواکونو له غزې وباسي

اسراییلي پوځ وايي چې دوی د غزې تراډې څخه ټول ځمکني قواوې وباسي.

د اسراییلي پوځ ویاند ډګروال پيټر لرنر د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ټول ځواکونه له غزې وباسي او له غزې بهر يې په دفاعي پوستو کې ځای پر ځای کوي.

د اسراییلي یرغلګرو په تېرو ۴ اونیو کې ۱۸۰۰ فلسطیني مسلمانان شهیدان کړي دي، چې زیات شمېر یې ماشومان او ښځې دي.

په ځوابي بریدونو کې د اسراییلو په وینا ۶۷ اسراییلي عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x