افغانستان

ترکیه وايي که شرایط برابر شي د افغانستان پنځه نړیوال هوايي ډګرونه به مدیریت کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل):  د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي چې ترکیه ممکن له قطر سره په ګډه د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي.

احمد چاووش اوغلو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې د دوی یو متخصص پلاوی به لومړی قطر او بیا به افغانستان ته سفر وکړي څو د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړې چې ترکيې او قطر ګډ پلاوي به لومړی خپل ګډ وړاندیز د افغانستان سرپرست حکومت ته وړاندې کړي او دوی په دغه وړاندیز  را روانه چهارشنبه بحث وکړي.

د اوغلو په وینا ترکي او قطري شرکتونو یو ګډ قرارداد لاسلیک کړی دی چې له مخې به يې دغه دوه شرکتونه به د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه په ګډه مدیریت کړي.

اوغلو وویل چې «که شرایط مساعد شي نو دوی به له قطر سره په شریک هوايي ډګرونه مدیریت کړي.»

ترکي رسنۍ وايي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون یکشنبه د اسلامي همکاریو د سازمان د ناستې په څنډه کې په اسلام اباد کې د کابل او د افغانستان نورو هوايي ډګرونو د مدیریت او ساتنې په اړه د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره غږیدلی دی.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه له متقي سره کابل ته د نوموړي په پلان شوي سفر هم غږیدلی دی.

د یادونې وړ ده چې  ترکیې تر دې وړاندې له سرپرست افغان حکومت غوښتي وو چې د امنیت په شمول د کابل هوايي ډګر چارې دوی ته وسپارل شي خو طالبانو تاکید کړی چې دوی په افغانستان کې د هیڅ هیواد نظامي حضور  نه غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

د هوایي ډګرونو تخنیکی مدیریت د ترکیی او قطر په واسطه په اوسنیو شرایطو کې باید یوه موقته او په یوه معینه زمانی محدوده کې یوه حل لاره وګڼل شی نه دایمی، د تیر فاسد او غلام نظام تجربی باید تکرار نشی چی تر آخره د هوایي میدانونو رئیسانو بیدون د امریکایانو له اجازی نشوای کولای چی د میدان ټاور یا د هوایي ترافیکو ټاور ته پورته شی او نه تر آخره پدی وتوانیدل چی د هوایي میدانونو د مدیریت لپاره د روز موډ په بنا خپل تخنیکی ټیم وروزی ترڅو پخپلو خلکو خپل کار مخته یوسی او نورو ته… نور لوستل »

طوطی

ښه خبره ده افغانان به ور سره تریننګ شی او هم به بین المللی حیثت هوایی ډګرو ته ور په برخه شی. اوس بین المللی طیاری دغو بی اصولو او بی اساس ډګرو کی نه کښینی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx