افغانستان

جوزجان کې د ګازو د استخراج کچې لوړولو هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغان ګاز شرکت هڅه کوي د جوزجان ولایت د ګازو د تولید هڅه یو نیم برابر لوړه کړي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې دا مهال د جوزجان د ګازو څاګانو څخه په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۰ زره متره مکعب ګاز استخراجیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه کچه یو ملیون مکعب مترو ته لوړه شي.

په جوزجان ولایت کې د ګازو ۱۳۶ څاګانې شته چې د سل ملیارده مکعب متره ګازو د زیرمه کولو ظرفیت لري. دغه ګاز په شبرغان کې د برېښناکوټ، د بیات ګروپ حرارتي برېښنا مرکز، د بلخ مرکز مزارشریف کې د سرې او د جیټ ښيښې په فابریکو کې کارول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx