شعـــــرونه

د هجر اور  چې سوځولي نه دي/ محصل

صابر جان محصل

د هجر اور  چې سوځولي نه دي
د وصل جام ته رسيدلي نه دي

د پتنګ خوی چې يې خپل کړی نه وي
د عشق بام ته لا ختلي نه دي

د يار د حسن انتظار دې نکړي
چې کومې سترګې ژړېدلي نه دي

د رنځور زړۀ علاج به څنګه وکړي!
ترخۀ دارو چې دې خوړلې نه دي

ستا د ستم له بلا نه وېرېږم
ناز او اداء چې مې ليدلي نه دي

مينه رښتينې د هغو نه ګڼم
د منصور دار ته چې ختلي نه دي

صابر به نور له کلي کډه کوم
چا ليوني په کې شميرلي نه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx