نړۍ

داسرائیلو لوي مذهبي مشر له شیخ الازهر څخه غوښتي چي حسني مبارک دي وبخښل شي

Israil_religious_scholar(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۰) په اسرائیلو کي دیهودو یوه لوی اومشهوره یهودي عالم له شیخ الازهر دکتور آحمد الطیب څخه غوښتي چي دحسني مبارک دبخښني په اړه دي فتوای صادره کړي.

په اسرائیلو کي د((شاس)) په نامه سره دیهودیانو دیوه مذهبي ګوند سترمذهبي مشر الحاخام عوفادیا یوسف، تیره ورځ دیوه خاص پیغام له لاري له شیخ الازهر څخه وغوښتل چي دحسني مبارک په اړه فتوای صادره کړي ترڅو له اعدام څخه وژغورل شي

، اوهمدارنکه اسرائیلي تلویژیون تیره ورځ خبرنشر کړی وو، چي دیهودانو مذهبي مشر عوفادیا یوسف له اسرائیلي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کړي ترڅو پرامریکانو فشارواچوي چي دحسنی مبارک په قضیه کي مداخلي وکړي، اونوموړي داعدام له سزا څخه کوم چي ورته انتظارباسي وژغوری.

همدارنګه عوفادیا یوسف، داسرائیلو پر رئیس شمعون بیریز باندي ږغ کړی دي چي له اروپایی ټولني څخه وغواړي دمصرحکومت باندي له سیاسي لاري زور راولي ترڅو دمصرلري کړل شوی اولسمشر حسني مبارک ددار له رسي څخه خلاص کړي.

عوفاد یوسف دروان کال دمی په میاشت کي یوه دیني فتوای صادره کړي وه هغه کی یی لیکلي وو، داسرائیلو پرڅارګره اداره باندي فرض ده چي دحسني مبارک ترشاه ودریږي.

نوموړي دیوي وینا پرمهال وویل ټول یهودیان چي ما اودیهودیت وشریعت ته قايله دي باید دحسني مبارک په اخیرو اوسختو ورځو دنوموړي ترشا ودریږي اویواځي یی پری نږدي، نوموړی زیاته کړه حسني مبارک زما ډیرنژدی اوشخصي ملګري وو، اوهروخت به مي نوموړي ته دمبارکی اوتسلیت پیغامونه ورلیږل، اوهمیشه به مي ورته په خپلو چاروکی ورته دتوفق دعاوي کولي.

تیرکال چی کله حسني مبارک سخت ناروغه وو، عوفایوسف ورته یوخاص پیغام لیږلی وو چي داسرائیلو یوي وتل ورځپاڼي صحیفه معاریف الاسرئیلیه نشر کړي وو، په لاندي ډول دي.

دمصردخلګو وستر، محترم، معزز،او نه ویریدونکي اولسمشر سید رئیس حسنی مبارک ته خط لیکم، دلوړمقام درلودونکي رئیسه ستا په ناروغي باندي ټول اسرائیل ناروغه ده، مونږ ټول داسرائیلو وګړي وخپل خالق ته لاس په دعایو ترڅو درته عاجله اوکامله شفادرکړي، هیله لرو چي خالق به ستاسایه دمصر له اولسه نه پورته کوي، امید لرم چي یوځل بیا دښه روغیتا خاوند شي، په غیرت اومیړانه سره دمصر داولس سرمشري وکړي.

هیله لرم چي خالق درته اوږد ژوند درکړي، ترڅو خپلو ټولو تمناوو اوهیلو کي بریالي شي، رئیسه ستا سایه دي خداي دمصرله خلګو څخه نه پورته کوي.

همیشه درته خوشحاله اونیکمرغه ژوند غواړم.

یوي فرانسوي خبري رسنئ خبرنشرکړی دی چي حسنی مبارک دعوفادیا یوسف دلیک په جواب کي په عین الفاظو او القابو سره جواب ورکړ، اوپه اخیرکی یی زیاته کړه، هیڅ فکرمکوه اوس دښه روغتیا خاوند یم دارام اوهوسایی له دوري څخه هم راوتلی یم، ویل کیږي چي  دیهودیانو مذهبي مشر عوفادیایوسف به همیشه په خپلو خطبو او ویناووکي دحسني مبارک ستاینه کوله، نوموړي څوځله داسرائیلو دکورنیو چارو دوزیر په ملګرتیا له حسنی مبارک سره کتلي هم وو، اوهمدارنګه دیهودیانو دیوه ګوند (حزب شاس مشر وزیر ایلي یشای سره یی هم یوځآی له حسنی مبارک سره کتلي وو.

بخت الرحمن بخت………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x