نظــر

افغانستان غښتلی دولت غواړي!

نورمحمد غفوري

زموږ ګران هېواد افغانستان په اوسني بحراني او سخت حالت کې داسې غښتلي دولت ته اړتیا لري چې د هیواد په ټوله جغرافیه کې او په ټولو خلکو یو ډول قانون وچلولای شي. د ولس د اکثریت رضایت ورسره وي، خلکو ته اړین خدمتونه ورسولای شي، د ملت او ځانګړو افرادو آزادي، دوامداره سوله او ډادمن امنیت وساتي، له ملي یووالي، اقتصادي پرمختیا او ځمکني بشپړتیا ننګه وکړي او له نړیوالو سره په متقابلو دوه اړخیزه او څو اړخیزو اړیکو کې بریالۍ ديپلوماسي پر مخ بوزي؛ تر څو وکولای شي چې د وطن په آبادۍ او د خلکو په هوساینه کې اغیزمن ګامونه پورته کړي.

غښتلي دولتونه د واحد رهبري مرکز په شاوخوا د مشترکو اهدافو لرونکو ځواکونو لخوا رامنځته کیدای شي. خو دا مشترک اهداف چې هر څومره لوی ملي، اساسي او غوره وي، په همغه تناسب ورباندې ګڼ شمېر ځواکونه او سازمانونه راټولیدای شي. بر عکس که دولتي موخې یوازې د یوه مشخص ګوند، او تنظیم د طرحه شوو اهدافو په شاوخوا کې مطرح شي، په دولتي واحد مرکز د نورو سازمانونو او غورځنگونو د غړو او د عمومي ملي ځواکونو راټولول ستونزمن وي.

هر څومره چې د ټاکلي دولت د جوړېدو قاعده او بنسټ پراخه وي، په همغه تناسب د زیاتو خلکو رضایت تر لاسه کولای او حاکمیت یې دوام موندلای شي. خو دا باید په نظر کې ولرو چې د یوه دولت د جوړېدو د بنسټ پراختیا د وخت په ټاکلي انټروال کې محدود او معین امکانات لري.

څرنګه چې په ټاکلي وخت کې په هېواد کې د یو له بله بېلو ټولنیزو طبقو او صنفي ګروپونو ګټې، برداشتونه او ارزښتونه یو له بله سره فرق او تضاد لري، نو ځکه دا ناممکنه ده چې د بېلو بېلو او متضادو ګټو، برداشتونو او ارزښتونو څښتنان دې ټول په یوه معین وخت کې په واحد دولت کې راټول شي. یوازې هغه کسان تر واحد مرکزیت لاندې په یوه دولتي چوکاټ کې بریالی کار کولای شي چې یو له بله سره مشترک اهداف، برداشتونه او ارزښتونه ولري، یو د بل خبرو ته غوږ ونیولای شي، یو پر بل نسبي باور ولري، د روحي او ذوقي لحاظه هم یو له بله سره ګذاره وکولای شي او د خلکو د صادقانه خدمت، د هېواد د آبادۍ او ټولنې د پرمختګ او هوساینې په لار کې په سرښندنه او صداقت هاند او هڅې وکړي.

ددې علمي احکامو او د هیواد شل کلنو ناکامو تجربو ته په کتو سره ویلای شو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د له منځته تلو او په هیواد کې د طالبانو له ولکې وروسته د جمهوریت د مشرانو او طالبانو تر منځ د واحد دولت په چوکاټ کې د مشترک کار امکان نشته. که دوی په یوه دولت کې تر نړیوال فشار لاندې سره راټول هم شي، د دولتي چارو د بریالیو تر سره کولو چانس نه لري، ځکه چې ددې دواړو د ژوند او سیاست لارې یو له بله سره ۱۸۰ درجې فرق کوي. د یوه هدفونه، برداشتونه، وياړونه، لاسته راوړنې او ارزښتونه  له بل سره یوځای کیدای نه شي، بلکې یو له بل سره په ډیرو ځایو کې په کامله توګه متضاد دي او یو بل نفي کوي. موږ ته په تېرو کلونو کې د ملي یووالي او د سولې د دولت د پلویانو تر منځ د دولتي چوکیو وېش او یو ځایي حکومت جوړولو هم را وښوده چې د مخالفو او ان متضادو ځواکونو تر منځ په واحد دولت کې ګډون د ملت په تاوان دی. ښه داده چې یوه خوا یې حکومت وکړي او بله یې د اپوزیسیون دنده اداء کړي.

د پخواني حکومت ځینې واکمنان له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکرتو د له سره پیلولو غوښتنه طرحه کوي. دوی باید پوه شي چې نور شرایط بدل دي. د پخواني دولت انتظام ړنګ دی. دوی په پخواني دولت کې په شاملو قوتونو واک نه لري او په مذاکراتو کې د هغوی استازیتوب نه شي کولای. په تیره هغوی چې د ولس ترمنځ سیاسي او ټولنیز ملاتړ او کوم سياسي ګوند او سازمان هم نه لري.

د ټول شموله حکومت تر نامه لاندې د قومي، مذهبي، ژبنیو او جنسیتي رقابتونو او د برخو د ویش پر اساس هیڅکله قوي ملي دولت نه شي جوړیدای. دا منفي تجربې په دا شلو کلونو کې ډېر ځله تکرار شوې. سره له دې چې د (ملی یووالي) او د (ملي مصالحې) د دولتونو د مخکښانو تر منځ ډیرې مشترکې وجهې موجودې وې، خو دواړه ناکام دولتونه وو. له بلې خوا دا هم سمه او اړینه خبره ده چې دولتي نظام باید د مشخصې قومي، ژبنۍ، سیاسي او تنظیمي ډلې په انحصار کې نه وي. خو باید هغه کسان او ځواکونه په واحد غښتلي دولت کې سره یو ځای شي چې یو له بله سره مشترکې وجهې ولري او د دولت په دننه کې یو له بل سره د مقابلې او جنجال رامنځته کول یې هدف نه وي.

له طالبانو سره هغه څوک او ځواکونه مشترک او پراخ بنسټه حکومت جوړولای شي چې په تیرو شلو کلونو کې یې د پخواني دولت په لوړو چوکیو کار نه وي کړی، د طالبانو سره یې په ملي کچه د جګړې د قوماندې او سیاسي پریکړو واک نه وي لرلای، د «یرغلګرو» په وړاندې یې وسله واله او یا بې وسلې پروپاګندي مبارزه پر یوه او یا بل شکل پر مخ بوولې او اوس هم ورسره تر واحد رهبري مرکز لاندې ګډ کار کولو ته د وطن او وطنوالو د خدمت په خاطر چمتو او د کار حوصله ولري.

که د ځینو آوازو او نظریو پر اساس یو ځل بیا له طالبانو سره د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل او غځیږي، په هغو کې کولای شي او باید د هیواد په داخل کې موجود سیاسی ګوندونه، ائتلافونه او لوی ملي حرکتونه او په خارج کې د اوسیدونکو افغانانو غښتلي سازمانونه ګډون وکړي. هغه خوځښتونه چې په تیرو شلو کالو کې یې په جګړو کې برخه نه ده اخیستي، له طالبانو سره د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې کولای شي چې د ملت د عادي خلکو ښه استازولي او ور سره مشترک بریالی کار وکړي.

که د تېر حکومت پخوانیو واکمنانو په همغه اول کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د کابل د دولت تر نفوذ لاندې ساحه کې د ټولو سیاسي بهیرونو او سازمانونو برخه ځان ته نه وای اخیستې، انحصار ته یې لاس نه وای اچولی او هلته یې نورو په تیره بیا دریمګړو ځواکونو ته د ګډون امکانات ورکړي وای، د مذاکراتو د بریا چانسونه زیاتیدل او له کابله د جمهوریت د واکمنانو په تېښته به د بین الافغاني مذاکراتو بهیر په ټپه نه وای درېدلی.
اوس چي د افغانستان خلک د تجزیه غوښتونکو او د شر او فساد د عواملو له سلطې راوتلي دي، نه ښايي چې یو ځل بیا د هغوی په قبضه کې ور واچول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx