افغانستان

امریکا پر افغانستان اقتصادي بندیزونو کې نرمي راولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکا به پر افغانستان باندې په لګېدلیو مالي بندیزونو کې نرمي راولي څو دغه هیواد ته بشري مرستې ورسیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې چې امریکا به افغانستان ته چې د نغدي له پیسو له کمښت سره مخ دی د زیاتو پیسو د لېږد اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې چې ‎ شخصي حوالو ته چې څو ورځې وړاندې اجازه ورکړل شوې وه محدودیتونه به یې نور هم کم کړي او نور  زیاتوالی به هم په کې راشي.

دغه چارواکي ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي څو افغانستان ته نغدي پیسې ولیږي. ملګرو ملتونو تر دې دمه ۱۵۲ میلیونه ډالر افغانستان ته راوړي دي چې د افغانستان د خصوصي بانکونو له لارې به وویشل شي.

د افغانستان بانک د دغه پیسو په انتقال کې سهولتونه رامنځته کړي وو.

یاد چارواکي وايي چې دوی د پردې تر شا افغانستان ته د ډیرو نغدي پیسو په لیږد کې کار کړی دی او هم په دغه بهیر کې ورسره طالبانو همکاري هم کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx