افغانستان

سورصلیب کمېټه د شاوخوا لس زره روغتیايي کارمندانو معاشات ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په افغانستان د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د شاوخوا لس زره روغتیايي کارمندانو معاشات ورکوي.

دغه کمېټې نن سې شنبه (لیندۍ ۳۰مه) پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي دي چې دوی به د ۲۳ ساحوي او ولایتي روغتونونو د کارمندانو میاشتېني حقوق  په ټول افغانستان کې ورکوي.

د سورصلیب کمېټې زیاته کړې چې د دوی سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې تر شپږو میاشتو پورې د روغتیايي کارمندانو معاشات، ورځېنې لګښتونه او طبي وسایل ورکړي.

صلیب سرخ لیکلي چې «خلک باید روغتیا څارنو ته لاسرسی ولري او دا یوه له هغو لارو څخه ده چې د روغتیایي مرکزونو د کار له ادامې څخه ډاډمنیږو.»

سورصلیب د تېرو شاوخوا دیرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د دغه سازمان د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ز کال بودیجه د ۹۵ میلیونه ډالرو څخه ۱۶۳ میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx