افغانستان

کابل: سلګونو کسانو د افغانستان اسعاري زیرمو د کنګل کېدو خلاف لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په پلازمېنه کابل کې لاریون کوونکو د امریکا له خوا د افغانستان اسعاري زېرمو د کنګل کېدو او له کبله یې د اقتصادي ستونزو رامنځته کېدو خلاف لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکو چې شمېر یې سلګونه ته رسېده پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان ګنګل شوې زیرمې د خوشې کړي.

لاریون کوونکو پر خپلو شعارونو کې لیکلي وو چې «پرې مو ږدئ چې څه وخورو» او د « «ایا نړۍ په افغانستان کې د بشري ناورین په لټه کې ده! ولې زموږ روپۍ نه ازادوي».

همدا راز ځينو نورو په خپلو شعارونو کې لیکلي وو چې «چې خلک خپل غږ د لوږې لپاره پورته کوي. زموږ کنګل شوې پیسې بېرته راکړئ».

د یادونې وړ ده چې امریکا د افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر اسعاري زېرمې کنګل کړي او هم يې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

دغه اقتصادي بندیزونو د افغانستان اقتصاد خورا ځپلی او بانکي سستمونه یې د سقوط په درشل کې ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx