نړۍ

اردغان: بانکي سود کمول د اسلام غوښتنه ده او دی ورته ادامه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چې د اسلام دین د بانکي سود د کمولو غوښتنه کوي او دی ژمن دی چې بانکي سودونه به کموي.

ښاغلي اردوغان د ترکیې پر مرکزي بانک فشار راوړی چې د سود کچه راټیټه کړي، خو دغه اقدام بیا د ترکيې د لیرې ارزښت هم په بې ساري ډول کم کړی دی.

د ترکيې ولسمشر په یوې تلویزوني برنامه کې د سودونو د کمولو څخه دفاع کړې او ویلي دي د یوه مسلمان په توګه دی هغه څه کوي چې دین یې ورته لارښونه کوي.

اردغان ویلي  چې «خلک شکایت کوي چې دوی بانکي سودونه کم کړي دي خو دوی دې له ده څخه بل څه تمه نه لري، ځکه د یوه مسلمان په توګه دی به هغه څه کوي چې دین یې ورته د کولو وايي.»

د ترکيې لیره په روان زیږدیز کال کې ۵۰ سلنه ارزښت د امریکايي ډالرو مقابل کې د لاسه ورکړی دی او یواځې پرون دوشنبه د لیره ارزښت د امریکايي ډالرو مقابل کې لس سلنه کم شوی دی.

په ترکیه کې د کابو شل سلنې انفلاسيون سربېره اردوغان د نوټونو پر بانک د سود کچې د ټيټولو په موخه فشار واردوي. نوموړي ويلي دي چې نه به پرېږدي چې ولس د لوړ سود له کبله ستونزې وګالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x