افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: که پاکستان بریدونه ونه دروي، له پوځي بریده به کار واخلو

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳): پرون د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه ناسته کې د دې وزارت مسوولینو د پاکستان سفیر د کرښې له بله لوري د پرلپسې سرغړونو په تور ناستې ته احضار او یو اعتراضیه لیک يې ورکړ.

په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل چې دوی د پاکستان سفیر، له پاکستانه د راکټي بریدونو، او د دوی په خبره د «ترهګرو» د ملاتړ په خاطر احضار کړی دی.

هغه وویل چې که چېرته پاکستان په افغان خاوره کې سرحدي سرغړونې بندې نه کړي دوی به يې د بندولو لپاره له هر ډول لارې کار واخلي.

نوموړي وویل چې دا ځل به دوی د پاکستان په وړاندې بې ځوابه نه پاتې کېږي او آن پوځي برید به پرې وکړي.

د مستغني په خبره پاکستان له دوی سره د نا امنۍ په مخنیوي کې له اخلاصه هڅه نه کوي او ويې ويل چې د ننګرهار په حصار کې د طالبانو ګڼ ډله ایز برید هم د پاکستان په ملاتړ شوی دی. چې ورته ادعاوې طالبانو تل په کلکه ردکړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دغه ګواښونه کوي چې لا هم پاکستاني ځواکونو د کندهار په معروف، د پکتیکا په برمل او ګومل او د ننګرهار په ګواشته کې مخ په وړاندې راځي.

یاده دې وي چې افغان لوري څو ځله ورته څرګندونې کړې دي چې نه يې په مقابل لوري کوم اغېزکړی دی او نه هم دوی تراوسه خپل ګواښونه عملي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x